د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼه سره نزدې د سپين علاقې اوسېدونکي وايي د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ګډېدو يو کال وشو خو د دې علاقې خلک چې د پخوا راهسې شاته پاتې دي لا هم د ژوند د بنیادي اسانتياؤ څخه محرومه دي.
سپين علاقه د جنوبي وزيرستان نه ختيځ پله ۱۵ کلوميټره لرې پرته او څو کلي لري.
د يادې علاقې خلکو په واڼه کې په لويه لار دپاسه احتجاجي مظاهره کړې تر څلورو ساعتو پورې غټ سړک تړلی او په علاقه کې يې د بنیادي اسانتياؤ غوښتنې کولې او د دوي وېنا وه د ملک د نورو برخو په رنګ اسانتياوې دې دوي ته هم ورکړی شي.
په احتجاج کې شريک يو تن عيد محمد وايي په علاقه کې هیڅ بنيادي اسانتياوې نشته او دوي د جنوبي وزيرستان په صوبه کې د ورګډېدو يو کال وروسته هم څو خواږه ونه ليده.
هغه وويل په يو کال کې نه خو علاقې ته بجلي راغله، نه دغلته د څکلو اوبه شته او سکولونه کالجونه يې هم داسې پراته دي عمله پکې نشته.
هغه وويل د بجلۍ لګېدلو تارونو ته دې کرنټ ورکړی شي چې بجلي بحال شي، او دغلته جوړ ۱۲ ټيوب ویلونو دې روان کړی شي هسپتال ترې لرې په ټانک کې جوړ دی په ځايي هسپتال، کالجونو او سکولونو کې دې عمله په ځای شي چې د علاقې د خلکو سټرې ختمې شي.
یو بل خان محمد چې تعلق يې د ټټي ثمرباغ سره دی هغه وويل دوي ته احساس دی چې سړک يې بند کړی خلکو ته به تکليف وي خو د دوي سره هم د خپل تکليف نه د واکمنو خبرولو دپاره بله لار نشته ځکه احتجاج کوي.
هغه وويل د جنوبي وزيرستان واکمن یې وخت په وخت د خپلو ستونزو خبر کړي خو چا يې نه دي اورېدلي.
هغه زياته کړه دوي ۲۵ کلوميټره په خپلو پښو سفر کوی او د هغې وروسته سړک ته رسي. هغه وويل په علاقه کې ډېری مېوې او سبزیانې کيږي خو د لارې د نشتوالي له امله دوي د هغې نه هیڅ ګټه پورته نه کړي.
د جنوبي وزيرستان مرستیال (اسټنټ) کمشنر امیر نواز وروسته مظاهره چيانو له ورغلی او دوي ته یې د دوي د مسلو هوارولو باور ورکړی او له دغې وروسته بيا مظاهره چیانو احتجاج ختم کړی دی.