خېبرپښتونخوا: په سوات او بونېر کې د غېرت په نوم يو هلک او جينۍ او بله ښځه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په دوه ضلعو سوات او بونېر کې يو هلک او جينۍ او بله ښځه د غېرت په نوم وژل شوي دي. بونېر کې په شلبانډۍ او د سوات په شموزو کې دغه پېښې مخې ته راغلي دي.

د بونېر ضلعې د پوليسو په وېنا په شلبانډۍ کلي کې د ۱۷ کلن هلک او جينۍ مړي ترلاسه شوي چا چې دوه اوونۍ وړاندې په خپله خوښه واده کړی او د کوره وتلي وو.

پوليس ويلي تېره شپه د دوي مړي د يو ګودام نه په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تېزندي کړی شوي وو.

په بونېر کې د هلک او جينۍ د وژنې مقدمه د جينۍ په پلار او څلورو نورو کسانو درج کړی شوې ده.

د سوات په شموزو کې د رامنځته شوې پېښې په اړوند پوليس ويلي د کورني زړه بداوي له امله سړي خپله ښځه وژلې ده.

د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکې خورشيد بانو وايي که د رياست په مدعيت کې لکه د قنديل بلوچ د مقدمې په رنګ مقدمه درج شوه نو تورن خلک به سزاوار شي.

خو قانون پوهه اکبر هوتي وايي د دغه ډول پېښو د مخنيوي دپاره قوانين شته خو د پېښو د کمزورو پلټنو او ګواښانو له امله بيا په دغه ډول پېښو کې ملزمان د عدالتونو څخه خوشي شي.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم اېچ ار سي پي وايي، په کال ۲۰۱۸م کې د ښځو پرضد د تشدد ۱۱۶۱ پېښې رپوټ شوي چې پکې ۳۱۶ پېښې د غېرت په نوم شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ښځو د تشدد پرضد يوه قانوني مسوده په اسمبلۍ کې وړاندې کړی شوی خو د مخالفه سياسي او مذهبي ګوندنو د مخالفت له امله دغه مسوده قانون جوړه نه کړی شو.