سوات کې یوه بله پېغله سندرغاړې ثناء خپل ورور وژلې

سندر غاړې ثناء

دسوات دپولیسو له مخې د ۱۷کلنې سندرغاړې ثناء ورور قاسم په هغې دخپل کور دننه د چړو ګوزارونه کړي چې له امله یې هغه وړومبی سخته ژوبله شوې اؤ بیا په هسپتال کې مړه شوې ده.

پولیس وایي دجمعې په ورځ دخیبر پښتونخو په سوات سیمه کې دهنرمندانو په چم بڼ کې یوه بله پېغله سندرغاړې ثناء خپل ورور په چړو وهلې اؤ وژلې یې ده.

دسوات دپولیسو له مخې د ۱۷کلنې سندرغاړې ثناء ورور قاسم په هغې دخپل کور دننه د چړو ګوزارونه کړي چې له امله یې هغه وړومبی سخته ژوبله شوې اؤ بیا په هسپتال کې مړه شوې ده.

دثناء ورور دهغې له وژنې وروسته تېښتېدلی اؤ پولیس وایي دنیولو دپاره یې هڅې روانې دي.

دپولیسو وینا ده چې ثناء ورته په ژوبل حالت کې ویلي چې هغه په څه کار پسې دجمعې په ورځ له کوره بهر وتلې وه اؤ چې کله کور ته راستنه شوه نو دغلته دهغې ورور قاسم په هغې د چړو ګوزارونه وکړل.

پولیس دا هم وایي چې دثناء مور دپنجاب په فیصل اباد کې واده شوې وه خو لس کاله وروسته له خپل میړه جلا شوې اؤ بیرته سوات ته راغلې وه چې ثناء هم ورسره سوات کې اوسیدله خو د ثناء ورور قاسم په فیصل اباد کې دخپل پلار په کور اوسېدلو.

پولیس زیاتوي چې قاسم به کله کله د خپلې مور دلیدلو دپاره سوات ته راتللو خو دا وار چې راغلو نو ثناء یې ووژله اؤ وتښتېدلو.

ځېنې ناتائیده سرچینې وایي چې دثناء اؤ د ورور ترمینځ یې دپېسو شخړه اؤ هم ددې شخړې په اساس ثناء خپل رور وژلې ده.

تر دې وړاندې دمئ په اتمه نېټه دسوات په بڼ سیمه کې دمینه په نوم یوه بله سندرغاړې هم خپل خاوند په ډزو وژلې وه

ه سوات او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې په دې وروستیو کې دښځېنه هنرمندانو د وژنې پېښې سیوا شوي اؤ د روان کال فرورۍ په مياشت کې په مردان کې د پښتو ډرامو هنرمنده لبنی چې په ګلالۍ مشهوره وه په تشدد وژل شوې وه اؤ مړی د مردان په چوره سیمه کې د ګنو له یو پټي څخه ترلاسه شوی ؤ.

تېر کال د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخو اپه نوښار سیمه کې د سټېج پښتنه سندرغاړې او ماډله رېشما خان د هغې خاوند په ډزو وژلې وه.

تېر کال د فرورۍ په مياشت کې هنرمنده سنبل په مردان کې وژل شوې، له دغې وړاندې په فرورۍ کې بله هنرمنده برېښنا په پېښور کې سره د پلار وژل شوې وه.

د سوات د موسيقارانو د چم غزاله جاوېد چې په کم عمر کې د خپلو سندرو او رقص له وجې مشهوره شوې وه د ۲۰۱۲م کال د جون په مياشت کې د خپل پلار سره وژل شوې وه.