تورخم دروازه نن په ازمیښتي توګه څلیریشت ساعته پرانستل کیږي

ټاکل شوې ده نن دوشنبه په ازمیښتي توګه د پاکستان او افغانستان تر مینځه د تورخم دروازه د څلیریشتو ساعتو لپاره پرانیستل کیږي اؤ پاکستاني چارواکي هیله لري چې ددې ګام له امله به د دواړو هیوادونو ترمینځه دسوداګرۍ کچه لوړه شي.

د خیبر پښتونخوا د چیمبر آف کامرس یا دسوداګرانو داتحادیې مشر صدر فیض محمد فیضي وایي ۲۰۱۱م ۲۰۱۲م کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دتجارت کلنۍ کچه دوه نیمو اربو ډالرو ته رسیدلې وه او هیله کیدله دا به پنځوؤ اربو ډالرو ته ورسیږي خو د بده مرغه دا اوس د یو ارب ډالرو نه هم راټیټه شوې ده.

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان صلاح کار ارباب شهزاد او د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له تورخم څخه د لیدنې پر وخت ویلي وؤ چې د دې دروازې له پرانېستل کېدو سره به د عامو خلکو په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي او سوداګري به ورسره وده وکړي.

سرچینې وایي نن دوشنبه په تورخم دروازه د دواړو هیوادونو دامنیتي ځواکونو غونډه وشوه او په دې غونډه کې پریکړه شوې ده چې د ګمرک او ایف آیي ای مامورین به د ورځې اؤ شپې په دوو برخو کې خپلې ذمه وارۍ تر سره کوي

عام خلق به هم ورځ او شپه په تورخم دروزاه اوښتی، را اوښتی شي خو د ویزې شرط به پځائ وي.

ټاکل شوې ده دپولې څلیریشت ساعته ددائمي پرانستو پرانسته به د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پینځم ستمبر کوي.

دخیبر پښتونخوا دتجارانو داتحادیې مشر ښاغلی فیضي وایي دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دتجارتي کچې د راټیټیدو تر شا دسیاسي عواملو تر څنګ د دواړو هیوادونو له لوري په محصولاتو کې زیاتوالی راوستل هم شامل دي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې د پښتونخوا دسوداګرانو مشر فیض محمد فیضي وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ دتجارت د ودې پراخې موقعې موجودې دي خو دهغې څخه ګټې اخستلو ته پام ګرځول پکار دي.

دښاغلي فیصي په وینا "ددې ځایې تاجران افغانستان ته چیني، غوړي، پلاسټیکي شیان، داروګان او داسې نور مصنوعات لیږلی شي او د افغانستان نه دلته میوې راتلی شي خو تجارت به د دواړه هیوادونو تر مینځه هاغه وخت سیوا کیږي کله چې دواړه محصولاتو کې کمی او تاجرانو ته نورې اسانتیاوې پیدا کړي"

افغانستان د سمندر سره ساحل نه لري او تجارتي توکې یې زیاتره د پاکستان څخه تېږیږي خو په وروستي کلونو کې د دواړو ملکونو په اړیکو کې د تاوتریخوالي له امله د دوی ترمنځ لارې وتړل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم سخته وځپل شوه.

خو په دغه مهال افغانستان د ایران او مرکزي اسیا له لارې د نورو هېوادونو سره خپله سوداګري زیاته کړې ده.

له تورخم نه پرته په شمالي وزیرستان کې د غلام خان او د چمن د باب دوستي یا د دوستۍ دروازې له لارې هم د افغانستان او پاکستان سوداګري کېږي.

پاکستان او افغانستان د ډیورنډ په نامه کرښې باندې سره جلا شوی چې اوږدوالی یې شا او خوا ٢٦٠٠ کلومېټره کېږي.