خلیلزاد: امریکا د طالبانو د اسلامي امارت له راتلو سره مخالفه ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت له راتلو سره مخالفه ده او دا ورته د منلو وړ نه ده.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې له یوه داسې حکومت څخه ملاتړ کوي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

خلیلزاد دغه څرګندونې د ګل یا دوشنبې په ورځ په کابل کې له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې په داسې حال کې کړې، چې دا مهال په کابل کې له افغان چارواکو، سیاسي او مدني فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره د سولې په اړه مشورو باندې بوخت دی.

هغه ویلي، نه غواړي چې د طالبانو اسلامي امارت دې پر افغان وکړو په زور ومنل شي او په وینا یې دا د افغانانو خپل منځي خبره ده او د هغوی پریکړو ته درناوی لري.

د سیاسي چارو څیړونکی فضل الرحمن اوریا ډیوې ته وویل:

"د سولې په تړاو د امریکا پالیسۍ په سمه توګه روانه ده او هغه څه چې د راتلوونکي نظام د جوړښت په اړه زلمی خلیلزاد وايي، د ولسواکۍ راتلوونکي نظام څخه په افغانستان کې د بشپړ ملاتړ په ډاګه کول دي."

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وړمه شپه کابل ته راغلی او د لسمشر اشرف غني په ګډون یې له یوشمیر چارواکو سره د سولې د هوکړه لیک جزیات شریک کړي دي.

ښاغلی اوریا وايي، د سولې هوکړه لیک وروستی شوی او ټاکل شوې چې دا هوکړه لیک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ په نږدې وخت کې لاس لیک شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په کابل کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا لپاره افغان سوله تر هر څه زیات لومړیتوب لري او د ولسمشرۍ راتلوونکي انتخابات پرافغان ولس پورې اړه لري.

نوموړی په خپلو خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوه داسې پلاوي د ټاکلو هیله څرګنده کړه چې د سولې په تړاو یوې موافقې ته سره ورسیږي.

افغان حکومت هم ویلي، چې له طالبانو سره یې د مذاکراتو لپاره خپل ۱۵ کسیزه پلاوی ټاکلی او د خبرو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

افغان ولس دامهال دوه مهم پړواونه چې یو د سولې مسله او بله هم د ولسمشرۍ راتلوونکي انتخابات دي په مخکې لري.

د سیاسي چارو څیړونکی عبدالرشید ارین ډيوې ته وویل:

"د افغان ولس لپاره سوله لومړیتوب دی خو د اوسني حکومت موده مخ پرختمېدو ده او د سولې خبرې هغه مهال په ښه شکل او د ملي ګټو په پربنسټ مخې ته تللی شي چې په افغانستان کې د خلکو د رایو په بنسټ ولسواکه نوی نظام رامنځ ته شي."

په اسلام اباد کې مېشت خبریال طاهر خان وايي:

"کابل باید د تړون متن وګوري ځکه چې مسله او معاهده خو د افغانستان په اړه ده. چې افغان مشران پرې قانع شي او مطمین شي نو بیا پرمخ تلی شي. د تشویش خبره نه ده او ګومان نه کوم چې داسې شیان دې پکې وي چې هغوی ورسره مخالفت وښيي"

خو یو شمېر سیاسي څېړونکي بیا د طالبانو د بیا راتګ په وړاندې اندېښنه څرګندوي او فکر نه کوي چې د سولې روانې هلې ځلې دې په رښتیا هم په افغانستان کې امن راولي.

د نړیوالو اړیکو څېړنکار پروفیسور عجاز خټک وايي، طالبان اوس هم د بریدونو له لیارې د خپل زور زیاتول غواړي خو که د سولې له تړون وروسته هم طالبان د سخت دریځۍ فعالیتونه ترسره کړي نو په غبرګون کې به یې د افغان حکومت او ولس لخوا هم مزاهمت رامنځ ته کېږي.

"د افغانستان سوچ کې ډېر فرق راغلی دی. ماته امن په نږدې ورځو کې نه ښکاري. یوه ستونزه خو د طالبانو او غیر طالبانو ترمنځ جګړه ده او بله دا چې ماته داسې ښکاري چې طالبان به په خپل منځ کې هم مختلف ګروپونه رامخې ته کېږي نو ځکه ماته داسې نه لګي چې ددې مذاکراتو په نتیجه کې دې په افغانستان کې امن راشي."

د افغان سولې لپاره د امریکا او د نورو متحدینو لخوا د سولې خبرې په داسې حال په چټکۍ سره روانې دي چې تر اوسه طالبانو له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته زړه نه دی ښه کړی خو دا خبره یې وړاندې کړې وه چې له امریکا سره د سولې تړون له لاس لیک کیدو وروسته به بین الافغاني خبرو ته زمینه برابریږي او دوی به په کې برخه اخلي.