خیبر پښتونخوا کې د۹۰۰نه زیات کسان ډینګي ماشو خوړلي دي

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمه وایي دا مهال د نهو سوو نه زیاتو تنانو ته ډینګي مرض لګیدلی دی. بیلا بیلو روغتونونو کې تر۵۰۰ پورې رنځوران داخل دي خو نور ټول ښه شوي او کورونو ته لیږل شوي دي.

د تیرو څو کلونو راهسې خیبر پښتونخوا صوبه کې ډینګي تبه د اوړي موسم کې وبایي شکل واخلي او بیا که چاته معمولي تبه هم وشي نو ویریږي چرته ډینګي خو به ورته نه وي شوی.

دپېښور دلیډي ریډنګ هسپتال د ډینګي تبې فوکل پرسن ډاکټر زبیر بهټي ډیوه ته ویلي هره تبه ډینګي نه وي، داد یو خاص ماشي په چیچلو انسان ته لګي خو د ویني د معایناتو نه پس معلومیږي چې آیا دا ډینګي ده او که نه؟.

نوموړی وایي ډینګي ماشی چې څوک وچیچي نو دریو ورځو نه تر ددو اوونو پورې ددې نښې راښکاره شي. د بنده تبه وي اؤ ولټیانې کوي، په سر دړد وي او خوراک ته د بنده زړه نه کیږي.

ډاکټر زبیر زیاتوي د ډینګي څلور قسمونه دي، ړومبي درې یې خطرناک نه دي په معمولي داروګانو مریض جوړ شي او دې کې خو څلورم قسم کې د مریض د پوزې او غوږونو نه وینه راروانه شي او دداسې مریض درملنه فقط روغتون کې کیدی شي.

وایي دا وخت د ډینګي په ضد د واکسینو جوړولو څیړنې غربي نړۍ کې روانې دي خو دا واکسین لا نه دي جوړ شوي نو ځکه زیات احتیاط ته اړتیا ده چې خلق د اوړي موسم کې ځان د ماشو څخه وژغوري.

ډاکټر زبیر وایي د ډینګي ماشی سحر د نمرخاته او ماښام د پریوتو په وخت زیات فعاله وي خو دا ماشي د ورځې په رڼا کې هم انسان چیچلی شي.

هغه وایي دا ماشی پاکو اوبو کې ژوند او خپل نسل سیوا کوي نو ځکه باید خلق کور کې لوخو کې دپرانستو پاکو اوبو ساتلو څخه ډډه وکړي.

بلخوا د صحت صوبایي وزیر ډاکټر هشام انعام الله خان ډیوه سره د خبرو په وخت وویل د څو کلونو د تجربو نه روسته سږ کال حکومت سم د جنورۍ د میاشتې نه د ډینګي د مخنیوي لپاره کار شروع کړی دی او د تیرو کلونو په څیر دا ځل هم پیښور ضلعه زیاته اغیزمنه ده.

هغه وایي د صوبې نهو سوو رنځورانو کې د شپږو سوو نه زیات صرف د پیښور دي کوم چې زیاتره شیخانو، شیخ مامدو، سربند او داسې نورو یونین کونسلو سره تړاؤ لري خو داځل پکې یو مریض هم ژوند له لاسه نه دی ورکړی.

د صحت وزیر وایي مونږ د ډینګي د مخنیوي لپاره یوه څانګه جوړه کړې ده کومه چې د ورځې شپې څلیریشت ساعته په دې نظر لري او دحکومت د صحت دمحکمې تر څنګ نورې نولس محکمې هم دې لړ کې فعاله دي.

ده دوه کاله وړاندې په کال ۲۰۱۷م کې ډینګي پیښور کې وبایي شکل اخستی وو، د یو لک شلو زرو نه زیاتو تنانو کې دډینګي ماشي جراٍثیم موندل شوی او اویاو پورې تنان مړه شوي وو.

هاغه وخت پنجاب د پښتونخوا حکومت سره د کومک لپاره خصوصي ګاډي رالیږلي وو چې پکې به د مریضانو معاینات کیدل او ویړیا داروګان به یې ورکول. خو اوس صوبایي حکومت تر یو حده ددې رنځ مخنیوي کې کامیاب شوی دی البته کارپوهان وایي دې لړ کې به نورو زیاتو هڅو ته ضرورت وي.