د پي ټي اېم د ۲۰ نه زيات غړي د ترهګرۍ او د غدارۍ د مقدمو لاندې بنديوان دي

د علی وزیر، محسن داوړ او عالمزېب مسيد د خوشي کېدو وروسته د پي ټي اېم مشران وایي د دوي د ۲۰ نه زیات کسان د هېواد په بېلا بیلو زندانو کې د ترهګرۍ او غدارۍ د مقدمو لاندې له تېرو څو میاشتو راهسې بنديوان دي.

د پي ټي اېم فعال فرید اصغر په فېس بک پاڼه لیکلي په دغو بندیوانو کسانو کې د منظور پشتین نزدې ملګری بلال پشتین، د علی وزیر د تره زامن عارف وزیر او انور وزیر، د قاید اعظم پوهنتون ایم فل سکالر جمشېد وزیر ،ایم بي بي اېس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبد الحئې وزیر،ملا بهرام، ملا طاهر، شاه فېصل غازي، حنیف پشتین، اسماعیل محسود،مصطفی پشتین، شیراز مهمند،کاکا شفیع ترین، قاسم اچکزی، دوست محمد، علي بابا، ناظم ظاهر شاه نورزی او شیرنواز مچن خیل شامل دي.

د پی ټي اېم مشر منظور پشتین بیا بیا تکرار کړې چې دغه ډول خنډان د دویې د پرامنه او ائيني مبارز څخه نه شي په شا کولی.

هغه ويلي په خپله په ده باندې نزدې د ۳۰ پورې مقدمې درج جوړې کړی شوي دي.

منظور پشتين ویلي د دوي مبارزه او غوښتنې يې ائيني دي او د دوي غوښتنو ته په خپله وزیراعظم عمران خان او پوځ جايزې ويلي دي.

خو تېره ورځ د هېواد د دفاع وزير پروېز خټک ویلي، د پي ټي اېم مشران که د پوځ په اړونده خپلې خبرې بدلې کړي نو خبرې ورسره کېدی شي.

او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر (پخواني پوځي افسر) اعجاز شاه ویلي پي ټې اېم دې خپل غږ د پاکستان سره شامل کړي نو حکومت به یې مسلې حل کړي.

د پی ټي اې يوه مشره ثنا اعجاز وایې د سلګونو شمېره کې د دویې په پلویانو او مشرانو مقدمې جوړې کړې شوې نومونه په اي سي ایل لیسټ کې شامل کړی شوي دي.

ثنا اعجاز وويل په دویې فشار اچولولو لپاره دغه رقم مقدمې جوړل کیږی

خو ملګري ژمن دي او په دې خبره پوهه دي چی عدالتونه دویې ته انصاف ورکوی او زیاتره دغه مقدمې عدالتونو رد کړي دي.

هغې اویل چې نیول شو ملګرو لپاره په عدالتونو کې اورونې روانې دی او زر به عدالتونه دویې نور ملګری خوشی کړی

د پېښور د وکيلانو د اتحادیې غړی او مخکښ وکیل او د پاکستان د بشري حقونو د سازمان غړی شهاب خټک وائي په پی ټي ایم داسې قسمه مقدمې جوړل د قانون سره ټوقې او لوبې کول دی.

هغه وویل دا د ائين او قانون سرغړونه ده او پولیس دا اختیار نه لري چې د ترهګرۍ او د غدارۍ مقدمې جوړې کړي خو پولیس دا کار د استخباراتی ادارو په فشار کوي.

خټک وویل دا مادې ځان ته ځانګړتیا لرې او یواځې په قوي او رښتينو بنیادونو مرکزی او ایالتي حکومتونه درج کولی شي

هم دغه وجه ده چې عدالتونو دا مقدمې ناسمې وبللې.

هغه وويل د پېښور د هايکورټ قاضي په وروستيو کې د پي ټي اېم پرضد په صوابۍ کې د دوه مقدمو په اړوند په خپل بيان کې ويلي ؤ او ورسره يې دا هم لیکلي چې دغه ادارې [پوځ] که د سیاست شوق لري او په خلکو د زنده باد نعرې لګوي نو بیا مخالفانه اواز او نیوکې هم راتلې شی نو هغې مطلب دا نه دې چې دویې [پوځ] د هغوي په خلاف د ترهګرۍ او غدارۍ مقدمې درج کړی او مقدمه یې خارجه کړ دې.