په مردان کې د ماشومانو دپاره وړومبی جدا عدالت جوړ شوی

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د ماشومانو دپاره ځانله عدالت جوړ کړی شوی او نن يې پرانسته وشوه.

د پېښور هايکورټ مشر قاضي وقار احمد سېټهـ نن د خالي، شنبې په ورځ د عدالت پرانسته وکړه.

په دې عدالتونو کې به يواځې د ماشومانو سره اړونده مقدمو اورېدنه کيږي.

دا په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو دپاره جدا درېم عدالت دی نن په اېبټ اباد ښار کې هم د ماشومانو دپاره د ځانله عدالت پرانسته کيږي.

د مردان په جوړ عدالت کې د ماشومانو دپاره د ساعت تيري ځای هم جوړ کړی شوی چې پارک او نور څيزونه پکې جوړ کړی شوي دي.

په صوبه کې د وړاندې نه په پېښور کې دغه ډول يو عدالت موجود دی.

دا عدالتونه د غېر دولتي ادارې ګروپ ډوېپلمنټ پاکستان په مرسته جوړ کړی شوي او د برتانيې حکومت يې مالي مرستې کړي دي.

د پېښور هايکورټ رجسټرار وجيهـ الدين وايي هڅه کوي چې دا عدالتونه د صوبې نورو برخو ته هم وغځوي.

هغه وويل " په خېبرپښتونخوا کې د اووه ضلعو دپاره عمله هم تربيه کړی شوې ده او که حکومت دغو کسانو ته ځای ورکړي نو نور دغه رنګ عدالتونه به هم جوړ کړي".

هغه زياته کړه د پېښور هايکورټ په مقدمو کې ښکاره فرق راغلی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو جدا عدالتونه د کال ۲۰۱۰ او کال ۲۰۱۸ د خېبرپښتونخوا او د پاکستان د اساسي قانون لاندې په عمل کې راوستی شوي دي.

د مردان او اېبټ اباد د دې عدالتونو دپاره د وړاندې نه قاضيان هم په ځای کړی شوي چې پکې يوه ښځينه قاضي فريال ضيا مفتي هم شامله ده.

د ماشومانو دپاره دا عدالتونه په داسې وخت کې جوړيږي چې په پاکستان کې په خصوصي توګه د جنسي تيريو پېښې سېوا شوي دي.

او غېر دولتي اداره ساحل وايي د روان کال ۲۰۱۹ په شپږو مياشتو کې د ۱۳۰۰ نه زيات کېسونه رپوټ شوي دي.