د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهګرو، ورانکارو نوملړ ته بيا کتنه کوي

د خېبرپښتونخوا پوليس وايي پرېکړه يې کړې چې په صوبه کې د ترهګرو او ورانکارو جوړ نوملړ ته بيا کتنه وکړي.

د صوبې د پوليس مشر (ايي جي پي) محمد نعيم خان په مشرۍ د سيمه ييزو پوليس مشرانو په غونډه کې دغه پرېکړه شوې ده.

نوموړی پوليس افسر وايي دا پرېکړه ځکه شوې چې په صوبه کې د ترهګرو، ورانکارو کوم نوملړ دی د ترهګرۍ د مخنيوي د قانون کال ۱۹۹۷ د ۱۱ مادې لاندې کوم کسان چې په دغه توملړ (فورت شيډول) کې شامل کړی شوي يا خو د دې نوملړ څخه لرې کول يا پکې نوي اچول غواړي.

"د دې نوملړ نه ځينې کسان لرې کول او ځينې پکې اچول غواړي او په دوه اوونيو کې به په دې کار وشي د کورنيو چارو د محکمې سره به په دې ګډه کار وکړی شي".

په ياد نوملړ کې دا وخت د افغان وګړو په ګډون د خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو ۳۷۰۰ کسان اندراج دي.

دا کسان پوليسو ته د ترهګرو ډلو سره په اړيکو، په فرقه ييزه مذهبي شخړو او د ترهګرۍ د ککړتيا په جرمونو کې پکار (مطلوب) دي.

څيړونکی او خبريال مشتاق يوسفزی وايي، دې نوملړ ته د ډېر مخکنې نه بيا کتنه پکار وه ځکه چې په دې کې ډېر بې ګناه کسان هم شامل کړی شوي او ځينې پکې د نومونو په يو شان والي هم ور اچول شوي دي.

"په سوات کې، بونېر کې او په دير کې ځينې کسان د نومونو په يو شان والي او ځينې بيا په شکایتونو شامل کړی شوي دي، او دوه میاشتې مخکې په مردان کې يو داسې تن، چې پکار ؤ د هغه په سر انعام اېښودی شوی ؤ حالانکه هغه سرکاري نوکر ؤ".

نوموړی وايي د پوليس لخوا دا يو ښه ګام دی چې دې نوملړ ته بيا کتنه وکړي او سم کړی شي.

پوليس وايي په خپله هم د دې نوملړ له امله د ستونزو سره مخ ؤ.