افغان حکومت: په جوزجان کې ۱۴ امنیتي سرتيري او په ۱۷ ولایتونو کې ۶۶ طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هغه عملیات چې د پوځ لخوا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ترسره شوي پکې ۶۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي دي.

د دفاع د وزارت ویاند مرستیال زبېر عارف وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ وویل په دې هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې افغان پوځ ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.

عارف وايي د افغان پوځ لخوا دا پلان شوي عملیات په سرپل غور، بغلان، هلمند، هرات او د غزني په ګډون د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې ترسره شوي دي.

هغه وايي د هرات ولایت لپاره د طالبانو نظامي کمیسیون مشر چې په نبي جان مشهور و په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

د دفاع وزارت وايي هغه تازه هوايي برید چې د افغان پوځ لخوا نن له غرمې مخکې په غور ولایت کې ترسره شوی له امله یې ۱۶ وسله وال وژل شوي خو تراوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نشته.

د یو بل خبر له مخې د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دې ولایت فیض باد ولسوالۍ په حېدر اباد سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په امنیتي پوستو د طالبانو لخوا د شوي برید په پایله کې ۱۴ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر د دې خبرې د پخلي ترڅنګ ویلي چې د طالبانو دا برید تیره شپه درې نیمې بجې ترسره کړی دی.

د نوموړي په وېنا په د افغان پوځ په متقابله جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او درې تنه نور يې ټپیان شوي دي.

خو د دفاع وزارت ویاند مرستیال زبېر عارف د جوزجان فیض اباد ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا په شوي برید کې افغان سرتیرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه رد کړ او نه یې هم تایید کړ.

هغه وویل "​په دې حصه کې زمونږ ټیمونه ورباندې کار کوي او راپور یې نه دی بشپړکړی ترڅو وکولی شو په پشپړه توګه یې له تاسو سره معلومات شریک کړو خو څیړنې روانې دي"​.

په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه او دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې راپورونه په داسې حال کې هره ورځ مخې ته راځي چې طالبانو ته نزدې سرچینو ویلي د طالبانو د قطر پلاوي په پاکستان کې له خپل مشرتابه کسانو سره په لس ورځني اوربند موافقه کړې ده خو خپله طالبانو بیا ویلي چې تراوسه مشورې د اوربند په اړه نه دي بشپړې وشي.