اپوزیشن ګوندونه څنګه د هغه حکومت د قانوني مسودې ملاتړ وکړ چې د پوځ راوستی یې ګڼي؟

واشنګټن ـــ په پاکستان کې د لویو اپوزیشن ګوندونو پر دې کار سختې نیوکې کېږي چې وایي د تحریک انصاف ګوند حکومت یې په درغلۍ او د پوځ په ملاتړ راغلی ګاڼه خو اوس یې د پوځ د مشر د نوکرۍ غزولو لپاره د عمران خان د حکومت له خوا پارلمان ته وړاندې شوې د قانوني بدلون د مسودې ملاتړ وکړ.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال او سیاسي څېړونکی حقنواز خان وي او اې ډیوه ته وویل، سیاسي ګوندونه اوس څنګه د هغه پوځي مشر د نوکرۍ غزولو ملاتړ کوي چې په تېرو انتخاباتو کې د تحریک انصاف د ملاتړ تور ورباندې لګوي:

"تر اوسه یې ولس ته ویل چې له موږ سره په ټاکنو کې درغلي د باجوه په مشرۍ کې پوځ وکړه او اوس د هماغه پوځي مشر د نوکرۍ غزولو لپاره د حکومت ملاتړ کوي".

د پاکستان د پارلمان د دفاع ګډې کمېټۍ غونډه نن د جمعې په ورځ وشوه چې د حکومتي او اپوزیشن ګوندونو غړو پکې برخه واخیسته او د هېواد د مځکني پوځ د مشر په ګډون د هوایي او سمندري ځواکونو د مشرانو د نوکریو د غزولو لپاره په پوځي قانون کې د بدلون مسوده پکې په متفقه توګه منظوره شوه.

مسلم لیګ ن ګوند په پوځي قانون کې د بدلون د مسودې ملاتړ بې له کوم شرطه کړی، د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي، که دا کله له آییني او قانوني اصولو سره سم وشي ملاتړ یې کوي، پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند یې هم ملاتړ کړی دی.

د سیاسي چارو څېړونکې او د عمران خان پخوانۍ مېرمنې ریحام خان پر مسلم لیګ ن ګوند تنقید کړی چې وایي د تحریک انصاف پر حکومت د درغلۍ له تورونو بیرته پر شا شو او خپله نعره "د ووټ عزت وکړئ" یې تر پښو لاندې کړه:

"د نواز شریف نعرې (د ووټ عزت وکړئ) د آمریت په منګولو کې بند قوم ته یوه نوې هیله ورکړې وه او د ناهیلي ولس په سترګو کې یې د جمهوري واک ډیوه بله کړې وه، خو پر چا یې چې د ټاکنو د غلا تور لګاوه اوس د هغوی ملاتړ ستاسې د خپل موقف ردول او یو ټرن [پر شا تګ] دی".

د جماعتِ اسلامي ګوند یو غړي سنېټر مشتاق احمد، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازي او د دوو ازادو غړو او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو علي وزیر او محسن داوړ په غونډه کې د پوځ مشر ته د نوکرۍ لپاره د نور وخت ورکولو مخالفت کړی. محسن داوړ امریکا ږغ ته په دې اړه وویل:

"موږ د پوځ د مشر د مودې غزولو د کلچر مخالف یو، موږ د هیڅ ادارې د کوم مشر د نوکرۍ غزولو ملاتړي نه یو، موږ باید د کوم شخص پر ځای د ادارو جوړولو ته توجه وکړو".

همدارنګه د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي طلحه محمود هم د قانوني مسودې په اړه پوښتنې را پورته کړې او پاکستاني رسنۍ وایي چې د دې ګوند پارلماني غړو یې تر ځانګړې ناستې وروسته مخالفت اعلان کړی دی.

دغه قانوني مسوده به سبا د قومي اسمبلۍ او وروسته د سېنټ غونډې ته وړاندې کېږي چې که منظوره شي نو له مخې به یې د مځکني، هوایي او سمندري پوځونو مشرانو ته د وزیراعظم په فرمان درې کاله نور د نوکرۍ اجازه ورکول کېږي او دا امر به بیا په کوم عدالت کې چېلنج کېدای هم نه شي.