ننګرهار: افغان چارواکي د داعش وسلوالو مېرمنې او ماشومان قبایلي جرګې ته سپاري

واشنګټن ـــ د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ته له قبایلي سیمو جرګه ورغلې، چې د داعش ډلې تسلیم شویو وسلو الو مېرمنې اوماشومان تر لاسه کړي.

د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشتو قبایلو په ننګرهار کې د ګډې جرګې په پرېکړه کې د ننګرهار ولایت له چارواکو وغوښتل چې د قابیلي سیمو اړوند داعش وسلوالو ماشومان او ښځې دې خپلو کورنیو ته ورکړل شي.

د ننګرهار چارواکو هم د قبایلي جرګې د پرېکړې د عملي کېدو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د داعش تسلیم شویو وسلوالو قبایلې میرمنې او ماشومان به د جرګې تر نظارت لاندې د هغوی خپلوانو ته ورکوي.

د قبایلي ګډې جرګې یو پرېکړه لیک هم جاري کړی چې په تړاو یې د جرګې یوه غړي مولوي حیب الله جلال ابادي ویلي، د شوې فیصلې له مخې نامسئوله وسلوال د قبایلو دښمنان دي او په ګډه به یې د دې ډلو د فعالیتونو مخنیوی کوي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د کورینو غړو ته د داعش وسلوالو د مېرمنو او ماشومانو د سپارلو په تړاو د قبایلو د ګډې جرګې غوښتنه ومنله. نوموړی وايي د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اړوند د داعش ډلې 130 ښځې او ماشومان یې خپلو کورنیو ته د سپارلو کار بشپړ کړی دی.

والي شاه محمود میاخېل د خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو اړوند د داعش تسلیم شویو ماشومانو او ښځو په تړاو وویل، د جرګې د پریکړې درناوی کوي، د ولسمشر اشرف غني د شوي حکم پر بنسټ به د داعش ډلې 80 ماشومان او 50 قبایلې میرمنې جرګې ته سپاري او یاده جرګه به یې د کورنیو غړو ته په واک کې ورکوي.

ننګرهار ته د خیبرپښتونخوا د ورغلې جرګې مشر ملک صبور اپریدي د داعش تسلیم شویو ماشومانو او ښځو د سپارلو په تړاو د افغان حکومت د پرېکړې هرکلی کړی دی.

یاده دې وي چې په 2019م کال کې د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د افغان پوځ له خوا د پیل شویو عملیاتو په نتیجه کې د چارواکو په وینا شاوخوا 900 داعش وسلوال له خپلو ماشومانو او ښځو سره افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو چې د قبایلي سیمو تر څنګ د پنجاب اوسېدونکي هم پکې شامل دي.

افغان ولسمشر اشرف غني ننګرهارته په وروستي سفر کې ژمنه کړې وه چې د داعش وسلوالو اړوند ماشومان او ښځې به د پاکستان د حکومت پر ځای د جرګې د مشرانو له لارې د کورنیو غړو ته سپاري.