د ګومل پوهنتون په زده کوونکو مقدمه درج کړی شوې

د ډېره اسماعيل خان د ګومل پوهنتون په زده کوونکو مقدمه درج شوې، زده کوونکي وايي دوی په فيسونو کې د زياتوالي پرضد احتجاجي مظاهره کړې خو د پوهنتون مشر وايي د فیسونو زياتولو د فېصلې بيرته اخيستو وروسته زده کوونکو غټ سړک بند کړی ځکه پرې مقدمه درج کړی شوې ده.

د ګومل پوهنتون تاڼې پوليس وايي د ۱۴۴ مادې د سرغړونې او سړک بندولو په سر د نهه زده کوونکو پرضد مقدمه درج کړی شوې او نهه واړه نيول شوي دي.

د ګومل پوهنتون زده کوونکي وايي دوی په ۱۴م فرورۍ د ډېره اسماعيل خان په مرکزي بازار کې د پوهنتون لخوا د فيسونو زیاتولو پرضد احتجاج کړی او په دغه مهال پوليسو څو زده کوونکي نيولي او پوهنتون بيا ۲۳ زده کوونکي خارج کړي وو.

د پوهنتون يو زده کوونکی کامران وزير وايي پرون د نهې، سه شنبې په ورځ دوی د زده کوونکو د ويستلو د فېصلې پرضد د پوهنتون مخې ته احتجاجي مظاهره کړې وه.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه تور ولګوؤ چې د احتجاج په مهال پوليس راغلي په دوی يې تشدد کړی او بيا په دوی مقدمه هم درج کړی شوې ده.

زده کوونکي دا تور هم لګوي چې د پوليس لخوا په دوی تشدد ترڅنګ بيا په زوره د پوهنتون زده کوونکي ويستل شوي او هاسټلې ترې خوشې کړی شوي دي چې پکې د جينکو زده کوونکو هاسټلې هم شاملې دي.

خو د پوهنتون وایس چانسلر چودري محمد سرور وايي، پوليسو ځکه د زده کوونکو پرضد عمليات کړي چې يو خو دوی د ډېره اسماعيل خان په مرکزي بازار کې مظاهره کړی او پرون يې بيا د پوهنتون مرکزي دروازه نيولې او انډس هايي غټ سړک يې بند کړی ؤ.

هغه وويل زده کوونکو له نه وه پکار چې په بازار کې يې مظاهره کوله، هغه وويل په دغه سرغړونه د پوهنتون څخه ۲۳ زده کوونکي ويستل شوي وو.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه دا هم وويل چې د هاسټل کوم فيسونه درې زره روپۍ زيات کړی شوي هغه فېصله بيرته اخيستل شوې بيا د پروني احتجاج ضرورت نه ؤ پاتې.

خو زده کوونکي وايي دوی پرونی احتجاج د ويستل شوؤ زده کوونکو بيرته پوهنتون ته د راوستو دپاره کړی ؤ، زده کوونکي وايي دوی سړک نه ؤ بند کړی د پوهنتون مخې ته راجمع شوي او سړک د پوهنتون په مخه تېر دی ځکه بند شوی ؤ.

د پوهنتون د هاسټلو تړلو په اړه وايس چانسلر وايي هلته کار کيږي ځکه زده کوونکي ويستل شوي او پوهنتون بند کړی شوی نه دی د نهه ورځو رخصتي ده ځکه پوهنتون هم تړل شوی دی.

خو زده کوونکي وايي په پوهنتون کې په ځینو څانګو کې امتحانونه روان دي.

د ګومل پوهنتون پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) ثناالله وايي زده کوونکو غټ سړک بند کړی، د پوهنتون او تاڼې دروازه يې نيولې او د ۱۴۴مادې سرغړونه يې کړې ځکه پرې مقدمه درج کړی شوې او نيول شوي دي.