په پاکستان کې د سرو زرو بيعې جګېدو کاربارویان اغېزمن کړي

په نړيوال مارکيټ کې د سرو زرو د نرخ وچتېدو وروستو يې د پاکستان مارکيټ هم اغېزمن کړی او دا وخت په پاکستان کې د يوه توله سرو نرخ ۹۳زره شپږ سوه او پنځوسو روپو ته رسېدلی.

څېړونکي ويره څرګندوي چې ددې سره به د پاکستان دننه په روزګار هم بد اغېز پرېوځي.

د معاشياتو کارپوهه پروفېسر معراج الحق وايي چې پاکستان د سرو زرو په پېداوار کې خودکفيله نه دی، د بهر نه راوړلو په وخت کاروبار په ډالر کې وي. د ډالر کچه که هم لوړېږي نو دلته به نرخونه سېوا کېږي او په روزګار به يې لویې اثر وي.

د پاکستان د انګريزي ورځپاڼې ډان د يو رپورټ ترمخه په نړيوال مارکيټ کې د سرو زرو د يو اونس په قيمت کې درويشت ډالره زياتوالی راغلی د کوم وروسته چې د دې نرځ شپاړس سوه او پينځه دېرش ډالره ته رسېدلی دی او دا وخت په پاکستان کې د لس ګرامه سرو زرو نرخ د اتيا زره نه سېوا شوی.

تېر کال د ۲۰۱۹م په لومړیو ورځو کې د سرو زرو د لس ګرامو نرخ ۶۷زره او اته سوه روپۍ وه، د يو کال په موده کې دا نرخ ۲۶ زره روپۍ زيات شوی دی.

د سرو زرو د نرخ زياتېدو وروستو د زرګرانو کاروبار هم اغېزمن شوی او د دوي په وېنا چې کارکوونکي يې د بې روزګارۍ سره مخ دي.

د خېبرپښتونخوا مردان سيمې د زرګرانو پخواني مشر غلام سرور صراف وي او ای ډيوه ته وويل چې مقامي مارکيټ کې د يوې تولې نرخ ۹۷ زره اووه سوه روپو ته رسېدلی.

ځيني راپورونه وايي چې په چين کې د کرونا وايرس له امله روزګار ته زيان رسېدلی او په سوېلي کوريا کې هم د يادې ناروغۍ ۵۲ کېسونه مخې ته راغلي دي.

د پاکستاني چارواکو په وېنا چې د روان کال په لومړۍ کې د سرو زرو درآمد ۲۴۰ کلوګرامه ته راټيټ شوی دی کوم چې تېر کال ۲۴۸ کلوګرامه ؤ.

د دې ترڅنګ د بهرنیو هېوادونو نه راتلونکي تيار کالي هم ۱۷ فيصده کم شوي دي.