امریکا غواړي اشرف غني دخپلې لوړې مراسم وځنډوي،د روئټرز راپور

دامریکا دافغانستان له ولسمشرمحمد اشرف غني غوښتنه کړې ده چې دولسمشرۍ دلوړې مراسم باید وځنډوي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې د راتلونکې پنجنشنبې یا زیارت په ورځ محمد اشرف غني دولسمشرۍ دلوړې مراسم پرځای کړي او افغان حکومت ویلي چې دې مراسموته چمتوالی نیول شوی دی.

رویټرخبري اژانس د سه شنبې په ورځ په خپل راپور کې د دوؤ موثقو سرچینو له خولې ویلي امریکا له افغان حکومت دنوي ولسمشر دلوړې مراسمو د ځنډولو غوښتنه په دې هدف کړې چې په افغانستان کې دولسمشرۍ دټاکنیزو ناندریو له امله د سولې روانه پروسه زیانمنه نه شي.

دامهال په افغانستان کې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې دشوې موافقې له مخې چې ټاکل شوې دفبروری په ۲۹ مه لاس لیک شي د تاوتریخوالي راټيټولو د اوونۍ دعملي کیدو دریمه ورځ روانه ده.

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد،پخواني ولسمشر حامد کرزي او دسیاسي ګوند مشراستاد عبدالرب رسول سیاف دولسمشرۍ دلوړې مراسم دپرځای کیدو مخکې د ولسمشر غني او ډاکترعبدالله عبدلله سره دټاکنو دپایلو په تړاو درامنځته شویو اختلافونو دهوارولو لپاره تیره ورځ لیدنې کړې وې.

دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون دولسمشرۍ دټاکنو په وروستیو پایلو کې محمد اشرف غني دولسمشرۍ دټاکنو ګټوونکی اعلان کړ خو په مقابل کې دثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله ویلي په اعلان شوې پایله کې درغلي شوې او په وینا یې هغه به پخپله همه شموله حکومت اعلانوي.

دثبات او همپالنې ډلې ویلي چې دټاکنو اصلي ګټونکی عبدالله عبدالله دی دوی هم دخپل مشرد ولسمشر په توګه دلوړې مراسم د پرځای کیدو لپاره اماده ګي نیولې ده.

د ولسمشرۍ د ټاکنو له اعلان وروسته دټاکنیزو ډلو ترمنځ په رامنځته شوی کړکیچ ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې او دهغې د هوارولو غوښتنه یې کړې ده.