افغان سولې ته خیبر پښتونخوا کې خلک څنګه ګوري؟

ټاکل شوې ده سبا دشنبې په ورځ دقطر په دوحه کې امریکا اؤ طالبان افغانستان کې دسولې په تړون لاسلیکونه کوي، دسولې دغه تړون ته په پېښور کې هم زده کوونکي هیله من دي اؤ ایي دا به دټولې سویلي اسیا دپاره دامن یو زیری وي.

د پیښور پوهنتون د سولې او تنازعاتو دڅانګې زده کوونکې رمشا ایوب وایي دې کیدونکي تړون ته زه په ښه نظر ګورم ځکه چې افغانان د تیرو څلویښتو کالو راهسې د نورو هیوادونو د حکومتونو لاندې پاتې شوي دي

وی او ای ډيوه سره خبرو کې هغې ویلي “د افغانانو هم حق دی چې خوشالي وکړي او دا تړون به افغانستان کې سوله راولي”

هغه وایي افغانستان کې چې د امریکا څومره قواوې دي ښکاري داسې چې ټولې به له افغانستان څخه نه وباسي بلکې د څارنې لپاره به لږې قواوې افغانستان کې ساتي ترڅو بیا یو وارې حالات دجنګ لوري ته ولاړ نه شي.

رمشا ایوب وایي دا به د ټولې سویلي اسیا لپاره د امن زیری وي.

د زده کونکي ثنا الله نه چې ډیوه پوښتنه وکړه د طالبانو او امریکا د تړون نه ورستو به طالبان او افغان حکومت خپل مینځي خبرې کوي نو آیا دا پړاو به هم په آسانه سرته ورسي که نه څه مشکلات پکې پیښیدی شي؟

هغه وویل طالبانو کې بیلا بیلې ډلې دي، چې ځیني د تړون مرسته کوي خو ځینې یې مخالفې دي.

هغه وایي دغه راز افغان حکومت هم کمزوری دی اؤ د افغانستان اقتصاد زیاتره په خارجي هیوادونو ولاړ دی که امریکا افغانستان نه ولاړه نو دغه هیواد به اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

بل لوري ته محمد نوید خان وایي افغانستان کې چې امن راشي نو دا ایران، هند او پاکستان کې هم امن راولي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل ودا وخت د افغانستان او پاکستان تر مینځه د یو ارب ډالرو نه هم کم تجارت کیږي، که افغانستان کې سوله پر ځایې شوه نو دا تجارت تر پینځوؤ اربو ډالرو رسیدی شي او ورسره به د مرکزي آسیایي هیوادنو تجارت ته هم وده ورسي.

امریکې اؤ طالبانو دتیرو دوؤ کالو راهسې په قطر کې دسولې خبرې دوامداره ساتلې وې چې څو کرته دا مذاکرات دتلخیو اؤ ګډوډۍ هم ښکار شوي وؤ خو په دې وورستیو کې دواړو خواؤ اعلان کړی چې دسولې په یو غوڅ تړون اتفاق ته رسیدلي دي.

دسولې دغه تړون سبا په دوحه کې لاسلیک کیږي چې د خواوشا ۵۰ؤ هیوادونو استازي به پکې برخه لري اؤ دپاکستان په استازیتوب ددې هیواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دوحه ته رسیدلی دی.

طالبانو ویلي چې دسولې په تړون دلاسلیک نه وروسته به یو نړیوال کانفرنس کې دافغانستان داساسي قانون،ریاستي ادارو اؤ نورو چارو په هکله غور اؤ بحث کولی شي