دافغانستان په سویل خوست ولایت کې دسه شنبې په ماذیګر چاودنه شوې چې له امله یې درې تنه ولسي خلک وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
په ۲۹مه فرورۍ قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې په تړون له لاسلیکونو نه وروسته دا وړومبۍ بمي چاودنه ده چې افغانستان کې شوې اؤ عام خلک پکې په نخښه کړل شوي.
دخوست دامنیه قومندانی ویاند عادل حیدر وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل دا چاودنه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې دفوټبال لوبې په میدان کې شوې او وژل شوي او ټپیان ولسي خلک دي.
هغه ویلي په پېښه کې وژل شوي اؤ ژوبل کسان دلوبې دنندارې لپاره دلوبې په میدان کې راغونډ شوي وؤ.
نوموړي دپیښې د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل خو دپیښې عیني شاهدانو وي او ای ډیوه ته ویلي چادونه دلوبغالي میدان کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پرځای شوو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده.
دخوست والي محمد حلم فدايي په خپل ټویټ کې د رامنځته شوې پیښې مسئولیت دافغانستان د دښمنانو کار ګڼلی دی.
نن ۵:۱۵ دقیقي د هیواد او ولس دوښمنانو د شمبوات کلي، زنه خېل سیمه کې چې د نادرشاه کوټ اړوند دی؛ د یوه موټر سايکل بمب په ذریعه د فوټبال په یوه مسابقه کې انفجار ورکړ. په نتیجه کې ۳ ملکیان نجیب الله، سمیع الله او محمد رسول شهیدان او ۸ ملکي وګړي زخمیان/ملکي روغتون ته انتقال کړيدی.
— Halim Fidai (@GovFidai) March 2, 2020
والي فدائي په دې پېښه پاکستان تورن کړی اؤ ادعا یې کړې ده چې که چرې دترهګرو پشا پاکستان ونه دریږي نو هغوئ دافغان ځواکونو سره نیم ساعت دپاره هم دجګړې توان نه لري،
په الله قسم چې د طالب تر شاه پنجاب نه وي؛که دافغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې نیمه ورځ هم مقاومت وکړي.ددوی په۷۰٪ادعا شوې ځمکه پټ مخ ګرځي؛نومونه یې مستعار او مشر یې پټ دی.اوس خو امریکا سره تړون دی،نومونه او مشر د ښکاره کړي.یوه ورځ به دا هم ومني چې دپټ مشر امارت له شرعي پلوه سم نه دی
— Halim Fidai (@GovFidai) March 2, 2020
دخوست دعامې ورغتیا ریاست دې پیښه کې دوژل شویو کسانو شمیر درې تنه او دټپیانو شمیر اته تنه ښودلی او ویلي یې دي چې په چاودنه کې د ټپي شویو کسانو روغتیايي حالت ښه دی او په ملکي روغتون کې یې درملنه روانه ده.
د دې چاودنې مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی .
دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې دتړون ترلاس لیک دوه ورځې وروسته دا په افغانستان کې لومړی امنیتي پیښه ده چې زیان یې هم عامو ولسي خلکو ته رسیدلی دی.
دسولې دتړون لاسلیک کیدو نه وروسته طالبانو اعلان کړی چې امریکا سره دهغوئ جګړه پائ ته رسېدلې ده خو دافغانستان د دولت پرضد به خپلو بریدونو اؤ جګړې ته دوام ورکوي
په قطر کې دطالبانو او امریکا ترمنځ دسولې توافق نامې له لاس لیک سره سم په کابل کې دامریکا افغان حکومت اوناټو لخوا دسولې په تړاو دګډې اعلامیې دخپریدو په مراسمو کې د امریکا دفاع وزیرمارایسپر ویلي و چې دتاوتریخوالي دکیمدو پروسه به روانه وي.