پښتون قامي جرګه: په افغانستان کې د امن تړون او بین الافغاني خبرو ملاتړ او بهرنۍ لاسوهنې د بندېدو غوښتنه کوو

واشنګټن ــــ په پېښور کې د پښتنو د قامي جرګې په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې د تړون او بین الافغاني خبرو ملاتړ او د بهرنۍ لاسوهنې د بندېدو، د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ د بیا فعالېدو د مخنیوي، د بې درکه کسانو د موندنې، د بارودي ماینونو د پاکولو او په پوځي عملیاتو کې د جنګي جرمونو د پلټنې لپاره د ریښتیا سپړنې د کمېشن جوړېدو غوښتنه شوې ده.

د عوامي نېشنل ګوند له خوا د پېښور په باچا خان مرکز کې د مارچ پر 10مه جوړه شوې "پښتون قامي جرګه" پای ته رسېدلې چې پکې پښتنو ته پر ور پېښو سیاسي،‌ اقتصادي، تعلیمي او نورو ستونځو خبرې شوې او د حل لپاره یې 21 مادې لرونکې ګډه اعلامیه خپره شوې ده.

په دې جرګه کې د عوامي نېشنل ګوند په ګډون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قومي وطن ګوند، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن) ګوند، جمعیت علمای اسلام، جماعت اسلامي، عوامي ورکرز ګوند، بلوچستان عوامي ګوند او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ګډون کړی وو.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان تر جرګې وروسته د ټولو ګوندونو د مشرانو په ملتیا له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ چې کومې بدګومانۍ دي که دا ختم نه شي ډېرې ناوړه نتیجې به ولري:

"د پاکستان او افغانستان تر منځ 12 تجارتي لارې بندې دي که هغه پرانیستل شي او د خلکو تر منځ اړیکي پیل شي د هغوی خلک دلته او د دې ځای خلک افغانستان ته تجارت ته لاړ شي نو زه فکر کوم دا بدګومانۍ به کمې شي".

د جرګې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې که په افغانستان کې امن را نه شي په پاکستان کې هم امن نه شي راتلای. په اعلامیه کې پر ګاونډي هېوادونو او نړیوالو ټینګار شوی چې د افغان ریاست په مستحکم کېدو کې مرسته وکړي:

"پښتون قامي جرګه په افغانستان کې د بهرنۍ لاسوهنې د درېدو غوښتنه کوي او د بین الافغاني مذاکراتو کامیابي د افغانستان او سیمې د امن کیلي (چابي) ګڼي او پر ټولو اړخونو ټینګار کوي چې نړیوالو قوانینو ته په پام سره دې د افغانستان د خپلواکۍ احترام وکړي".

په اعلامیه کې ویل شوي‌ چې د چین پاکستان په اقتصادي منصوبه (سیپېک) کې تر اوسه د بلوڅانو خاوره او د پښتنو برخه نه ده په نخښه شوې او غوښتنه شوې چې د سیپېک په ګډه مشاورتي کمېټۍ کې دې پښتونخوا، سیند او بلوچستان ته استازیتوب ورکړل شي. اسفندیار ولي خان په دې اړه رسنیو ته وویل:

"د سیپېک د مغربي لارې په اړه مو ډېر شور او غوغا اورېدل خو په افسوس سره چې تر ننه پورې پر ځمکه د دې څه حقیقت نه شته، دوی دعوه کوي چې موږ به دا اقتصادي لار تر منځنۍ اېشیا غزوو نو د هغه لپاره خو مغربي لاره تر ټولو غوره ده او له موږ سره ژمنه شوې وه چې د دې لپاره به په پښتونخوا او بلوچستان کې درې زونونه جوړېږي".

د پښتنو د دې یوه ورځنۍ قامي جرګې ګډونوالو پرېکړه کړې چې د مارچ پر 25مه به په جرګه کې د شریکو ګوندونو او تحریکونو یوه ګډه کمېټۍ جوړوي چې د اعلامیې پر 21 مادو به د عمل لپاره کار کوي.

په اعلامیه کې په پاکستان کې دننه د پښتنو د نورو ستونځو د حل غوښتنه هم شوې ده چې په هغوی کې ځینې په لاندې بڼه شامل دي:

- پښتانه په تاریخ کې تر ټولو زیات ترهګرۍ اغېزمن کړي، د څو پوځي عملیاتو باوجود په بېلابېلو سیمو کې ترهګر تنظیمونه بیا فعاله کېږي، له ریاسته په کلکه غوښتنه کوو چې مخه دې یې ونیسي او د ټولو شخصي وسلوالو ډلو د ځپلو لپاره دې قانوني ګامونه واخلي.

- په پوځي عملیاتو او د ترهګرۍ ضد جګړه کې له باجوړه تر وزیرستانه او له چمنه تر چتراله د پښتنو بې شمېره کورونه، کاروبارونه او مارکیټونه تباه کړل شوي او په لکونو خلک بې کوره شوي، غوښتنه کوو چې بې کوره خلک دې سمدستي پر ځای کړل شي او معاوضه دې ورکړل شي.

- د خلکو پر جبري بې درکۍ ژوره اندېښنه څرګندوو او غوښتنه کوو چې دوی دې ژر تر ژره عدالتونو ته وړاندې کړل شي، د ریاست هیڅ ادارې ته اجازت نه ورکوو چې له کوم قانوني جواز پرته دې کوم پښتون ونیسي او له ځانه سره دې یې وساتي.

- د پښتنو پر خاوره پاشل شوو بارودي ماینونو ګڼ شمېر ماشومان، ښځې او سړي وژلي او معزوره کړي، خو امنیتي ادارو پر ژمنو برسېره تر کلونو تېرېدو وروسته هم پاک نه کړل، د دغو ماینونو د سمدستي پاکېدو غوښتنه کوو.

- له 25م آییني بدلون سره سم دې د پښتونخوا په نویو ضلعو کې د انتظامي، قانوني او سیاسي اصلاحاتو او پرمختیا کارونه په سمه توګه وشي.

- د 18م آییني بدلون خلاف ټولې دسیسې دې و درول شي او د دې بدلون له مخې چې په آییني توګه صوبو ته له هرو پینځو کلونو وروسته کومه پرمختیایي بودیجه (این ایف سي‌ ایوارډ) ورکول کېږي هغه دې ژر تر ژره جاري کړل شي.

- د اوبو پر وسایلو او بجلۍ دې د صوبو واک ومنل شي، د بجلۍ د خالص ګټې تفصیل دې وړاندې شي او مرکزي حکومت دې په دې برخه کې صوبو ته خپله قرضه سمدستي ورکړي. جرګه د خیبرپښتونخوا د ماینونو قانون (منرل ایکټ) ردوي او غوښتنه کوي چې پر وسایلو دې لومړی حق ځایي خلکو ته ورکړل شي.

- د پښتنو زراعت دې خوندي کړل شي او د پښتنو پر قومي کرهنه خصوصاً پر تمباکو دې د دوی د ملکیت حق ومنل شي.

- د 2017م کال سرشمېرنه د پښتنو په اړه له درغلۍ ډکه ده او په "پښتونخوا وطن" کې دې په سمه توګه یو ځل بیا سرشمېرنه وشي.

- په پاکستان کې د پښتنو په سلکونو شناختي کارډونه بلاک دي چې له کبله یې دوی د ژوند په چارو کې له ګڼو ستونځو سره مخ دي، دا ستونځه دې په سمدستي توګه حل کړل شي.

- د 18م بدلون له مخې د تعلیمي پالیسۍ، انتظام او نصاب جوړولو واک له صوبو سره دی، د مرکزي حکومت له خوا د ټول هېواد لپاره یو تعلیمي نصاب له آیینه سرغړونه ده.

- د خیبرپښتونخوا د پوهنتونونو پر مالي او انتظامي بحران اندېښنه څرګندوو او په پوهنتونونو کې دننه د سیکیوریټایزېشن [سخت امنیت] او جنسي ځورونې د ستونځو سمدستي حل غواړو.

- د تعلیمي ادارو د شخصي کېدو غندنه او د زده کوونکو د سازمانونو د بحالۍ غوښتنه کوو او د پنجاب، بلوچستان او د هېواد په نورو پوهنتونونو خصوصاً بهاوالدین ذکریا او انټرنېشنل اسلامک پوهنتون کې پر پښتنو زده کوونکو د تشدد او نسلي توپیر په کلکه غندنه کوو.

- د سرکاري روغتونونو د شخصي کېدو عمل نه منو او غوښتنه کوو چې په "پښتونخوا وطن" کې دې د روغتیا ښې او لازمي اسانتیاوې برابرې کړل شي.

- په رسنیو کې پر پښتنو د ملنډو او سپکاوي په کلکه غندنه کوو. په مرکزي مېن سټریم رسنیو کې دې پښتو ژبې، تاریخ او کلتور ته هغومره ځای ورکړل شي څومره چې پنجاب ته ورکول کېږي.

- په خیبرپښتونخوا کې پوځ ته د پراخ واک ورکولو لپاره نافذ شوی قانون اېکشن اِن ایډ آف سېول پاور دې سمدستي بیرته ختم کړل شي.