واشنګټن ــــ د افغانستان حکومت د یورپي ټولنې د استازي د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې وایي په هېواد کې دې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر له وسلوالو سره ډزبندي وکړي.
د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي، په انساني بنیادونو د ډزبندۍ لپاره د یورپي ټولنې د استازي وړاندیز ته هرکلی وایي، خو وایي داسې رپوټونه یې تر لاسه کړي چې طالبان د روغتیايي خدمتونو په برخه کې خنډ پېښوي، دا کار باید سمدستي و درول شي. وحید عمر پر ټویټر لیکلي:
"طالبان باید پوه شي چې موږ د کرونا وایرس له کبله له بشري حالت سره مخ یو، دوی دې خپل بریدونه و دروي او روغتیایي کارکوونکي دې پرېږدي چې د افغانستان په ټولو برخو کې له اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي".
We also call on all political groups to step forward and help raise awareness about the emergency caused by COVID-19. This is no time for political point scoring or cashing in on the situation to advance narrow political goals. It’s time for all to work together to save afg lives
— Waheed Omer (@Waheed_Omer) March 18, 2020
د افغانستان لپاره د یورپي ټولنې استازي رولېنډ کوبیا د نهې- سه شنبې په ورځ پر طالبانو ږغ کړی وو چې جګړه و دروي او په افغانستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره له مرستندویو ډلو سره مرسته وکړي. ښاغلي کوبیا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین د ټویټ په ځواب کې لیکلي وو:
"هر څوک حق لري چې له کرونا وایرسه د ژغورنې مرسته یې وشي او له خلکو سره په دې برخه کې د ښې مرستې لپاره لومړی باید بشپړه ډزبندي وشي، له بشردوستانه مرسته کوونکو د مالیې اخیستل بند شي، خلکو ته د هغوی رسایي او امنیت باوري شي او له حکومت سره په دې برخه کې همږغي او همکاري وشي".
Everyone has the right to be helped against #coronavirus. To be better helped, first measures should be: full ceasefire, stop taxing humanitarian aid, ensure full access & safety, coordinate & cooperate with Government. That would maximise help to all the people of #Afghanistan. https://t.co/Sxz7idsLRF
— Roland Kobia (@RolandKobia) March 17, 2020
د ولسمشر غني د دفتر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، چې حکومت یې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره تیار دی او په دې برخه کې بشپړې هلې ځلې کوي، خو وایي هېواد ته د سولې د راتګ په برخه کې هم ګامونه اخلي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین د ګل- دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر نړیوالو روغتیایي ادارو ته په افغانستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د کار کولو په برخه کې ډاډ ورکړی وو. سهېل شاهین لیکلي وو:
"د صحت کمیسون له لارې د ټولو نړیوالو صحي موسسو او د صحت نړیوال سازمان سره د کورونا مرض په مخنیوي کې د همکارۍ او هم آهنګۍ ته د چمتووالي اطمئنان ورکوو".
سهېل شاهین په خپل ټویټر کې په افغانستان کې له کرونا وایرسه د خپلو زرګونو بندیانو د ژغورنې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو یې د هغوی د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت د صحت کمیسون له لارې د ټولو نړیوالو صحي موسسو او د صحت نړیوال سازمان سره د کورونا مرض په مخنیوي کې همکاري او هم آهنګي ته د چمتو والي اطمئنان ورکوي. همدارنګه زموږ د زرګونو بندیانو د حفاظت په برخه کې له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو دخاصي پاملرنې غوښتنه کوي.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) March 16, 2020
طالبانو د یورپي ټولنې د استازي د وړاندیز او د افغان حکومت له خوا هغه ته د هرکلي په جواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو پخواني سرکاري وکیل (لوی څارنوال) مولوي جلال الدین شینواري وي او اې اشنا ته ویلي، طالبان د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو کې له افغان حکومت سره کار کولو ته تیار نه دي، خو وايي په هغو سیمو کې چې د دوی په کنټرول کې دي، نړیوالو مرستندویه ادارو ته د کرونا د مخنیوي په برخه کې امنیت ورکولو ته تیار دي.
بلې خواته په افغانستان کې د غیرسرکاري ادارو د همکارۍ سازمان (اې این سي بي) د طالبانو د اعلان هرکلی کړی دی. د دې سازمان مشر بریالی عمرزی وایي، پرېکړه یې کړې چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته له کرونا وایرسه د ژغورنې مواد لکه ماسکونه او نور شیان ولېږي.
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر د افغانستان پر سیاسي ډلو هم ږغ کړی چې را وړاندې شي او د کرونا وایرس له کبله د بیړني حالت په وخت خلکو ته د پوهې ورکولو په برخه کې مرسته وکړي. وحید عمر ویلي، دا د سیاسي سیالۍ او د خپلو سیاسي ګټو تر لاسه کولو وخت نه دی او ټول باید په ګډه د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره کار وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو څلرویشتو ګنټو کې په هېواد کې د کرونا وایرس کومه مثبت پېښه مخې ته نه ده راغلې، خو تر دې وړاندې په ټول هیواد کې د کورونا 22 مثبتې پېښې ثبت شوي چې 13 یې په هرات، 3 په سمنګانو، 2 په لوګر او یوه یوه په کاپیسا، بلخ، بادغېس او دایکونډي ولایتونو کې رپوټ شوې دي.