کوټه ــــ د بلوچستان مرکز ته نیژدې د ډبرو د سکرو یا کولې په یوه کان کې تازه پېښه شوې چې اووه کارکوونکي پکې مړه شوي او څور نور پکې ټپیان شويدي.
د پاکستان د خواریکښو د مرکزي اتحادیې عمومي سیکریټري لالا سلطان وي او اې ډیوہ ته د پیښې پخلی کړی دی.
د ښاغلي سلطان په وینا دغه پېښه د کوټې ضلعې په ډیګاري سمیه کې د سوراب جي نامي کمپنۍ په د کولې په درنګ کې د مارچ پر 20مه د جمعې له لمانځه وروسته شوې ده.
د کوټې د لېویزو په خبرہ د پېښې وروستي جزیات تر لاسه کوي، د لېویز چارواکو په وینا د پېښې له خبرېدو سرہ یې سم مرستندویې ډلې د پېښې ځای ته استولې دي.
د ښاغلي لالا سلطان په خبرہ په پېښه کې مړہ شوو کارکوونکو کې اکثر د کوټې اوسېدونکي دي چې وایي له هزاره قوم سره تړاو لري.
ښاغلي سلطان زیاته کړہ په کان کې څلور خواریکښ لا هم بند پاته دي او وایي چې د دوی د را ایستلو ھلې ځلې روانې دي او د را ایستل شوو مړي او ټپیان یې د درملنې لپارہ نيږدې روغتون ته وړي. وایي د ټپيانو حالت ښه نه دی.
لالا سلطان وایي په روان 2020م کال کې تر اوسه پورې 25 خواریکښ په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې مړہ شوي دي.
ښاغلی سلطان زیاتوي چې په 2019م کې 98 او په 2018م کې 88 خواریکښو د کولې په درنګونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
لالا سلطان زیاته کړہ د یوہ خواریکښ د ټولې میاشتې ګټه پینځویښت زرہ پاکستانۍ روپۍ دہ.