د روغتیا ماهرین: د کرونا وایرس د مخنیوي لار احتیاط او له ګڼې ګوڼې ځان ساتل دي

Your browser doesn’t support HTML5

د صحت ماهرين وايي که خلک په غونډو کې له شرکت کولو او په بارازونو کې له ګنې ګوڼې ډده ونه کړي نو کرونا وايرس به دومره خور شي چې قابو کول به يې ډير ګران وي.

د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال مشر ډاکټر عبدالطيف وايي د جماعتونو په ځای دې په کورونو کې لمونځونه کوي او په جنازو کې دې صرف د مړي د کورنۍ غړي برخه اخلي، وایي همدا د کرونا وایرس د خورېدو د مخنیوي‌ لاره ده.