د کرونا وايرس له امله د مردان عبدالولي خان پوهنتون انلاين کلاسونه پېلوي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله ټولې تعليمي ادارې تړل شوي د مردان عبدالولي خان پوهنتون د انټرنېټ د لارې د زده کوونکو دپاره د انلاين کلاسونو پېلولو ويلي دي.

د عبدالولي خان پوهنتون ویاند ډاکټر محمد عتيق وايي د سبا (زيارت د ورځې ۲۶م مارچ) نه به انلاين کلاسونه پېل شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د انلاين کلاسونو ګام يې په دې موخه پورته کړی چې د زده کوونکو وخت هسې تېر نه شي.

هغه وويل زده کوونکي يې د انټرنېټ د لارې په کلاسونو پېل کېدو خبر کړي او درې ورځې یې ازمايشي کلاسونه هم واخسته.

"د بي اېس (ريګولر) د کلاسونه نه واخله تر اېم فل او پي اېچ ډي پورې کلاسونو دپاره د وټس اېپ يو ګروپونه جوړولی شي او د زوم اپلېکېشن د لارې به استاز د هغو سره لنک شريکوي او ټول زده کوونکي به دغلته انلاين کيږي".

هغه وویل دغه کلاسونه به د عامو کلاسونو په څېر وي او زده کوونکو ته به د غږ او ويډیو دواړو اسانتياوې برابرې وي.

د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په پاکستان کې هم د کرونا وايرس وبا خوريږي، تعليمې ادارې تړل شوي او په ټول ملک کې ټول بنديز (لاک ډاؤن) دی.

حکومت د عبدالولي خان پوهنتون د کرونا وايرس وهلو دپاره د څارملنې مرکز هم ګرځولی دی.

زده کوونکي وايي خوشحاله دي چې په داسې حالاتو کې پوهنتون د دوی دپاره د انلاين زده کړو اسانتيا برابره کړه.

د پوهنتون د لوړو زده کړو (اېم فل) زده کوونکی عمران علي وايي په دغه کار ډېر خوشحاله يو ځکه زمونږ قيمتي وخت ضايع کېدو او د دوی سره ډېر غم ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا يواځې د میاشتې دوؤ خبره نه ده دا د دوی د راتلونکې مستقبل سره تړلې ده.

د پوهنتون د بي اېس کمپيوټر سائنس زده کوونکی سفيان وايي، پوهنتون چې دوی ته کوم موبايل اېپ ياد کړی او د استازانو سره يې شريک کړی او د سبا نه به يې کلاسونه پېل شي.

په مردان کې عبدالولي خان په کال ۲۰۰۹ کې جوړ شوی او دا وخت پکې ۱۱زره ۶۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي.

پوهنتون وايي که د چا سره د انټرنېټ اسانتيا نه وي نو کولی شي چې کله هم او چرته هم انټرنېټ ته رسايي وکړي د هلته د پوهنتون د وېب پاڼې نه کورسونه ډاؤنلوډ کولی شي.

د پوهنتون په وېنا د پاکستان د لوړ زده کړو کمېشن غواړي چې د صوبې په نورو پوهنتونو او تعليمي ادارو کې هم دغه ډول د انټرنېټ د لارې زده کړې پېل کړي.