د مردان منګا يونين کونسل په لسمه ورځ تړلی، خلک وايي بې غوري به نور تاوان اړوي

د مردان منګا يونين کونسل

د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د اووه زره ابادۍ منګا يونين کونسل په لسمه ورځ تړلی پروت دی، خلک وايي ژوند يې په ټپه ودرېدلی دی، په پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړينې لمړۍ پېښه په مردان کې رامنځته شوې او د دغه تن تعلق د مردان د منګا يونين کونسل سره ؤ.

د مردان ضلعې د منګا یونين کونسل سره تعلق لرونکي خلک وايي ژوند يې په ټپه ودرېدلی او د خوراک څخاک د کمي سره مخ کيږي.

د منګا يونين کونسل سره تعلق لرونکی ارشد محمود وايي ژوند يې بدل شوی حجرو، جوماتونو او جنازو ته نه شي تلی او په کورونو کې يې خوراکي توکي کمیږي، د خلکو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.

د منګا سره تعلق لرونکی تن چې په اتم مارچ د سعودي عرب نه د عمرې څخه بيرته راستون شوی او د کرونا وايرس پخلی پکې شوی ؤ په ۱۸ مارچ يې بيا په مردان مېډېکل کمپليکس روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

د نوموړي د علاقې سره تعلق لرونکي خلک وايي هغه د ډېرو خلکو سره مېلاؤ شوی ؤ.

د مردان د ضلعې حکومت وياند اصغر خان وايي تراوسه پورې په مردان ضلع کې د کرونا وايرس ۷۹ پېښو پخلی شوی او دا ټولې پېښې په منګا يونين کونسل کې مخې ته راغلي دي.

په دغو کسانو کې د مړ شوي تن ښځه، لور، زوی او اينګور هم شامل دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې اصغر خان وويل، د منګا يونين کونسل سره تعلق لرونکو نورو ۱۴۰ کسانو د کرونا وايرس ټېسټونه کيږي خو د هغو نتيجې لا نه دي راغلي او د مردان ضلعې د ۸۷ کسانو څارملنه روانه ده.

د مردان سره تعلق لرونکی انجينير عبدالولي يوسفزی وايي په علاقه کې په خلکو کې سخته ويره ترښه خوره ده چې دا وبا نوره خوریږي او خلک د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې د حکومتي ګامونو څخه مطمئن نه دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د خېبرپښتونخوا د مېداني او شمالي علاقو زيات خلک بهر هېوادونو ته مزدورو له ځي او دغه رنګ د ملک نور برخو ته هم ځي.

هغه وویل د بهر څخه علاقې ته خلک بيرته را روان دي، دلته خلک شريک ژوند کوي او په يو کور کې د لسو نه شلو پورې کسان اوسيږي او که په وخت د دې مخنیوی ونه شو نو دا حالات به دومره خراب شي چې بيا به د قابو کولو نه وي.

خو د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې د کرونا وايرس ښکاره کېدو وروسته يې د دې وبا د مخنيوي دپاره کلک ګامونه پورته کړي، تعليمي ادارې او بازارونه يې تړلي، په ګڼه ګوڼه جوړولو يې بندېز لګولی او د ضلعو ترمنځ د عامو ګاډو چلند يې هم ودرولی دی.

حکومتي چارواکي بيا بيا په خلکو غږ کوي چې د دې وبا د خورېدو څخه د ژغورنې يواځينۍ لار احتياط دی چې خلک په کورونو کې پاتې شي، د صفايۍ خیال وساتي او د ګڼې ګوڼې جوړېدو او يو بل سره مېلاوېدو څخه ډډه وکړي.