کرونا وايرس: د اپرېل مياشت به د نيويارک دپاره نوره خطرناکه وي

د نيويارک ښاروال اندېښنه ښودلې چې د اپرېل مياشت به د نيويارک د اوسېدونکو لپاره خطرناکه وي، د پينځم اپرېل وروستو به د کورونا وايرس ښکار مريضانو شمېره نوره هم زياتېږي او مړو شمېره ۱۶زرو ته رسېدی شي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نيويارک کې تراوسه پورې ۱۳۷۴ کسان مړه شوي دي.

د نيويارک ښاروال د چارشنبې يا شورو په ورځ ويلي، اوس هم دوي ته د درې مليونو نه زيات اېن ۹۵ ماسکونه، د دوه مليونه نه زيات سرجيکل ماسکونه او څلور سوه نورې وېنټي لېټرې پکار دي. د دې ترڅنګ نوموړي وويل چې د ناروغانو د زياتوالي له ويرې دوي ته ۶۵زره نور د هسپتال کټونه يا بېډونه او دغه رنګ د صحت سره تعلق لرونکي مامورين پکار دي.

د نيويارک ګورنر اندريو کومو هره ورځ خبريالانو ته د کرونا وايرس په اړه معلومات ورکوي، د شورو يا چارشنبې په ورځ نوموړي وويل، په يوه ورځ درې سوه يو نوي (۳۹۱) کسان مړه شوي دي د کوم وروستو چې يواځې په نيويارک کې د مړو شمېر ۱۳۷۴ ته رسېدلې ده.

هغه يو وارې بيا د نيويارک او نورو ايالتونو په چارواکو غږ وکړو چې د نيويارک پشمول نيو جرسي، کنکټکټ، کېليفورنيا او فلورېډا کې هم دا وايرس په تېزۍ سره په خورېدو دی، بايد هغه ايالتونه چې دا وايرس نه لري، سنجيده ګامونه واخلي.

بل اړخ ته نوموړي ويلي چې دوي پوليسو ته امر کړی چې د سماجي فاصلې يا سوشل ډسټنس په ځای ساتلو لپاره هم کوټلي او سخت ګامونه واخلي ځکه چې اوس هم ځيني خلک دې وايرس ته په سنجيده نظر نه ګوري.

دا په داسې حال کې چې د نيويارک ښاروال په سيمه کې لس د لوبو مېدانونه بند کړي ځکه چې هلته به خلک راټولېدل.

دا هم د ذکر وړ ده چې د جونز هوپکنز پوهنتون د رپورټ ترمخه تر دې دمه په امريکا کې د کورونا وايرس ښکار کسانو شمېر دوه لکه ديارلس زره نه سېوا شوې او د مړو شمېره د پينځه زرو نه سېوا شوې ده.

په نيويارک کې د کورونا وايرس مريضان زياتره ځوانان دي

د نيويارک ښار د صحت د څانګې لخوا د جاري شوي معلوماتو ترمخه د کرونا وايرس د مريضانو په هر پينځه کسانو کې د يو عمر د څلور څلوېښت (۴۴) کالو نه کم دی.

د صحت نړيواله اداره (ډبليو اېچ او) بيا وايي چې په نړۍ کې د لس نه تر پينځلس فيصده پورې د پنځوست کالو نه کم عمر والا خلک د دې وايرس ښکار شوي دي.