دمذهب د سپکاوي په ناحقه تور د وژل شوي مشال خان دريم تلين نمانځل کيږي

نن په دیارلسم اپریل د صوابۍ زیده کلي کې درې کاله وړاندې عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د مذهب د سپکاوي د دروغو په تور د وژل شوي ځوان مشال خان دریم تلین نمانځل کیږي.

د مشال خان پلار اقبال خان ډیوه ته وایي مونږ تابیا کړې وه چې یوه غټه مشاعره راجوړه کړو خو د کرونا له امله مو دا پروګرام وځنډولو.

هغه وایي زما وړاندې هم دا دریځ وو چې زما مشال واپس نه راځي زه به د نورو مشالانو د ژغورنې لپاره غږ پورته کوم.

د مشال خان پلار وایي تر یو حده بدلون راغلی دی خو ټولنه کې د زغم پیدا کولو لپاره به نور کار کول وي.
د مشال خان مور بي بي د انصاف نه تر یو حده مطمینه ده خو وایي کوم ظلم چې زما بچي سره شوی دی د هغې مثال نه موندل کيږي،

مشال خان په ۱۳م اپريل کال ۲۰۱۷ کې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون دننه قاريدلو طالبعمانو او عامو خلکو دمذهب دسپکاوي په تورونو وژلى و.

وروسته بيا دقضايي پلټنو څخه په ډاګه شوه چې هغه د مذهب هيڅ سپکاوى نه و کړى.
د مشال خان د وژنې په تور ړومبی د ایبټ آباد د ترهګرۍ په ضد عدالت یو تن ته د تیزندي کولو پنځو ته د عمري بند پينځویشتو ته د څلور څلور کاله د بند سزا اورولې وه او شپږ ویشت یې بري کړي وو.

بیا د پیښور د ترهګرۍ په ضد عدالت دوه نور ملزمان عمري قید او دوه یې د ثبوت د نېشتوالي له امله بري کړل.
دا به آډی