ایا پوهیږئ د کرونا علاج کې کاریدونکي شیان وروسته انساني ژوند ته څومره ګواښ پېښولی شي ؟

د سر ښار پیښور لیډي ریډنګ روغتون کې د کرونا وایرس د اغیزمنو لپار ځانګړی وارډ جوړ کړی شوی دی او د یاد روغتون ویاند محمد عاصم خان وایس اف امریکا ډیوه ته وایي هیڅ کوم بنده دغې وارډ ته نشي ورتلی.

هغه وایي کوم ډاکټران یا نرسانې چې دغلته درملنې له ورځي، هغوي ځانګړی لباس اچوي او دا صرف یو ځل کارول کیږي. د استعمال نه وروسته په یوه مخصوصه طریقه د ډاکټرانو استعمال شوی لباس او د وارډ نور شیان ضایع کولی شي.

وارډ کې دننه یوه ټوکرۍ پرته وي ډوکټران او نوره عمله استعمال شوي څیزونه هغې کې اچوي او ورځ کې دوه ځله ټاکل شوې عمله دغه فضله یا ښځله روغتون کې دننه جوړ شوي ان سینیټر (د ښځلې سوځولو مشین) ته وړي.

ویاند وایي دغې ان سینیټر کې به وړاندې د روغتون پاتې شوي شیان یا طبي فضله سوځیده خو اوس پکې زیاتره د کرونا وارډ پاتې شوي شیان سوځول کیږي.

عاصم خان زیاتوي چې کومو تنانو ته دا دنده سپارل شوې ده، هغوي ته سخت هدایات شوي چې دا وایرس څومره خطرناک دي او د ضایع کولو لپاره ورته تربیت ورکړی شوی دی.

ددغه مشین مشر یا سپروایزر فاروق خان وایي دلته مونږ یو ساعت کې تر پنځو سوو کلو ګرامو پورې فضله سوځولی شو.

د سوځیدو نه وروسته ددې وزن پنځو کلو ګرامو ته راښکته شي. دې مشین کې د اتوؤ سوو نه تر دولسو سوو سینټي ګریډ پورې ګرمي جوړیږي او دې کې فضله په پړاونو کې سوځیږي.

فارق خان زیاته کړه چې کومه ایره پاتې شي هغه هیڅ خطر نه لري او مونږ یې د میونسپل کمیټۍ د ښځلو وړلو ګاډي ته ورکړو.

خو بل پلو ته کله نه چې د کرونا وبا خوره شوې ده نو ورسره د لاسونو دستانو او ماسکونو استعمال هم زیات شوی دی خواکثره خلق ددې استعمال کې د احتیاط نه کار نه اخلي نو ځکه د ښار په سړوکونو استعمال شوي ماسکونه اودستانې په نظر راځي

د لیډي ریډنګ روغتون ایګزیکټیو ډایریکټر ډاکټر خالد مسود په عامو خلقو غږ کوي چې د ماسکونو او دستانو استعمال او ضایع کولو کې دې د احتیاط نه کار واخلي.

هغه وایي "مونږ ټولو ته پکار دي چې خپل ماسکونه او دستانې داسې استعمال اوضایع کړوچې دبل کوم تن د استعمال یا لوبو کولو جوګه پاتې نشي. بهتره به داوي چې خلق کور یا ګاډي کې د ښځلې یو ډبی کیږدي او خپل استعمال شوي ماسکونه هغې کې وغورځوي او بیا یې یا خو سوځول پکار دي او باید زمکه کې ښخ کړی شي"

ډاکټر خالد مسود وایې استعمال شوي ماسکونه داسې په ډاکه یا سړک غورځول جنایت دی او په دې عمل به کرونا رنځ نور هم زیات خور شي.