د هندي سنېما د فلمي ستوري ریشي کپور کورنۍ له پېښوره هند ته تللې وه

واشنګټن ـــــ د هندي فلمونو د رومان باچا ريشي کپور هم د زيارت- پنجشنبې په ورځ مړ شو. د يو فلمي ستوري په حيث د هغه په مرګ د هغه بې شمېره مينه وال خفه دي خو د رېشي کپور غم د پښتنو د پاره يوه ځانګړتيا هم لري او هغه ځکه چې د ياد فلمي ستوري نيکنۍ ريښې پېښور ته رسي.

کېدلی شي ‌‌‌‌‌‌ډېر پښتانه په خبر هم نه وي چې د هندي فلمونو وتلی ستوری پرېتوي راج- چې د ريشي کپور نيکه و- په فلمونو کې د کار په غرض د پېښور نه بمبۍ ته تللی و.

د ريشي کپور پلار راچ کپور چې د هندي سنېما يوه بله کاميابه څېره ده، په پېښور کې زېږېدلی و او بيا د هند د تقسيم په وخت د کورنۍ سره هند ته تللی و.

د پرېتوي راج هغه کور چې ورته د پلار بشيسور نات نه پاتې و، نن هم د پېښور په محله ‌‌‌‌‌‌ډکۍ نالبندي کې روغ ولاړ دی او د خپل وخت د طرز تعمير يوه ښکلې نمونه ده.

پرېتوي راج د پېښور په اي‌‌‌‌‌‌ډور‌‌‌‌‌‌ډز کالج کې سبق ويلی او وړومبۍ اداکاري يې د خپل کالج د سټېج ‌‌‌‌‌‌ډرامونه نه شورو کړې وه. پرېتوي راج په هندي فلم "مغل اعظم" کې د مغل اعظم د کردار نه ‌‌‌‌‌‌ډېر شهرت موندلی و.

زه په 2010م کال کې د زوړ ښار د اندر شهر په تنګو او کږو وږو کوڅو کې- چې هر وخت پکې د خلکو او رکشو يو ټېل روان وي- تېر شوم او د دغه کوره ور ورسېدم چې ‌‌‌‌‌‌ډېره زړه راښکونکې وداني يې لرله.

د راج کپور بل زوی او د هندي فلمونو ستوری شيشي کپور په 1997م کال کې د خپل نيکني ټاټوبي ليدلو ته د کورنۍ د نورو غړو سره راغلی و چې ځايي خلکو ورته ‌‌‌‌‌‌ډېر درناوی ورکړی وو.

د کپور هويلي سره نزدې محله خدا داد ده، چې دليپ کمار- خپل نوم يې يوسف خان- پکې زېږېدلی و او بيا هند ته تللی چې په هندي سنېما يې راج کړی.

په خوا کې ورسره د بل ستوري کېنګ خان شاه رخ خان نيکنی کور دی چې د هغه د تره اولاد پکې ژوند کوي.

زه د کپور هويلي د ليدلو په نيت د کور د اوسني مالک سيد رحمان حاجي ليدو ته لاړم چې په اندر شهر کې د سرو زرو کاروبار کوي. هغه ‌‌‌‌‌‌ډېر په خوشالۍ زمونږ سره ملګری شو او د کور ليدو ته په چړايۍ و ختو ځکه چې دا ودانۍ ښه په اوچته جوړه شوې ده او د ښار ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه ترې ليدل کېږي.

په دې درې منزله وداني کې لس يوولس کمرې دي او دوه پکې تهه خانې هم دي. د پېښور د ‌‌‌‌‌‌ډېرو کورونو په رنګ یې کمرې وړې او تياره تياره دي.

سيد رحمان حاجي د شيشي کپور د دورې په اړه خبرې وکړې ويل يې ‌‌‌‌‌‌ډېر احساساتي شوی و چې کله په اول ځل خپل نيکني کور ته دننه شو. ويل يې د پېښور خلکو ورته ‌‌‌‌‌‌ډېره مينه ورکړه.

خو هغه يوه ‌‌‌‌‌‌ډېره عجيبه خبره وکړه، ويل يې چې کله د کپور کورنۍ غړي پخپله پېښور ته راشي نو د پېښور خاوره د ځان سره وړي او که پخپله نه راځي مونږ ته سوال ځواب راولېږي چې مونږ ورله خاروه ورولېږو.

سيد رحمان حاجي ويل د کپور کورنۍ دا خاوره مقدسه ګڼي او د ښه نصيب او تقدس په نيت يې د کورنۍ په ټولو رسمونو کې د تبرک په توګه شيندي.

ما ترې پوښتنه وکړه چې دا دومره ښاېسته ودانۍ ولې بنده پرته ده نو سيد رحمان حاجي ويل چې حکومت ته یې په خلاص مټ اجازت ورکړی چې که سکول پکې جوړوي او که ميوزيم يې ګرځوي خو ويل يې په دې کې يې تر اوسه چا هم څه مرسته نه ده کړې.

هغه ويل که هر څو دا جايدادونه د اوقاف مال دی چې هيڅ اخستل خرڅول يې قانوني نه دي خو دا جايدادونه نن هم خرڅيږي او اخستل کيږي او ويل يې ده پخپله دا کور په بيه اخستی دی.

د پاکستان د حکومت يو مرکزي وزير شهريار افريدي په کال 2018 کې مي‌‌‌‌‌‌ډيا ته ويلي وو، چې ارواښاد ريشي کپور ورته کال کړی و او دا غوښتنه یې کړې وه چې په پېښور کې د کپور کورنۍ دغه تاريخي ودانۍ دې په لرغونتون بدل کړي. ښاغلي وزير ويلي وو، حکومت یې ورته مثبت ځواب ويلی او بلخوا وزير خارجه شاه محمود قريشي ويلي ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به دغه ودانۍ په ميوزيم بدله شي.