کرونا وايرس د مردان عبدالولي خان پوهنتون د مالي ستونزو ښکار کړی

مردان ــــ په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله که يو اړخ ته عام ولس د معاشي ستونزو سره مخ دی نو بل خوا تعليمي ادارې هم د مالي ستونزو ګيلې کوي، چې له وجې یې تېره مياشت د استاذانو تنخاګانې هم کمې کړل شوې دي.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د استادانو د اتحاديې مشر پروفیسر همايون خان وي او اې ډيوه ته وويل، د دوی په تنخا ګانو کې 50 فيصده او 25 فيصده کمی راوستل شوی دی.

نوموړي ګيله وکړه چې صوبايي حکومت دوی ته وايس چانسلر نه ورکوي، ګورنر چانسلر دی خو دوی ته پېسې نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې چې روان کال د مارچ په مياشت کې په مردان ضلع کې د کرونا وايرس له ښکاره کېدو وروسته صوبايي حکومت عبدالولي خان پوهنتون قرنطین مرکز ګرځولی وو او د دې غرض لپاره د پوهنتون دوه هاسټلونه ځانګړي کړل شوي وو، چې پکې د کرونا ښکار ناروغان بېل ساتل کېږي.

له همدې امله په پوهنتون کې د داخلو په غرض راغلي نوي زده کوونکي هم بېرته تللي دي.

د يو رپورټ تر مخه د پوهنتون په 11000 زده کوونکو کې يواځې 1300 زده کوونکو فيسونه جمع کړي دي، همدا وجه ده چې پوهنتون د دې جوګه نه دی چې دلته کارکوونکو ته پوره تنخاګانې ورکړي.

د ياد پوهنتون وياند ډاکټر محمد عتيق خان وايي، دوی 75 فيصده خرڅ د زده کوونکو له فيسونو ورکوي او پوهنتون د صوبايي او مرکزي حکومتونو سره سره د لوړو زده کړو د کمېشن يا هاير اېجوکېشن کمېشن ته هم خواست کړی چې هغوی سره مالي مرستې وکړي.

د ده په وينا چې پوهنتون د قرنطين مرکز ګرځولو وروسته د دوی د امتحانونو داخلې د ځنډ ښکار دي، نوي او زاړه زده کوونکي نه شي کولای چې فيسونه جمع کړي او له همدې امله پوهنتون د مالي ستونزو سره مخ دی.

ډاکټر عتيق زياتوي چې د مالي مرستو لپاره درخواست تر وزیراعلی رسېدلی خو تر دې دمه پرې کوم عمل نه دی شوی.

د يوې څېړنې ترمخه د کرونا وايرس له امله په خېبرپښتونخوا کې د 29 سرکاري پوهنتونونو په مالي مرستو کې نور هم زياتوالی شوی کوم چې له وړاندې د مالي ستونزو ښکار دي.

سرچينې وايي د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون، زرعي پوهنتون پېښور او ګومل پوهنتون ډېره اسماعیل خان هم صوبايي حکومت ته د مالي مرستو درخواستونه ورکړي دي.

بل اړخ ته د 2019, 20م کلونو په مرکزي بوديجه کې د لوړو زده کړو کمېشن (اېچ ای سي) د مرکزي حکومت نه د 103 اربه روپو غوښتنه کړې وه خو مرکزي حکومت يواځې 59 اربه روپۍ منظورې کړې وې.