د پاکستان پي آيي اې به په امريکا کې ښکېل وطنوال او ځينې جسدونه وړل پېل کړي

دامريکې د ټرانسپورټ د محکمې د اجازت وروسته د پاکستان قامي هوايي شرکت پي آيي ای خپل لومړی ځانګړی پرواز د مۍ په ۱۰ مه نېټه د امريکې پايه تخت واشنګټن ډي سي ته کوي چې ورته په امریکا کې ښکېل په سونو پاکستانيان لېواله دي او ځينې خلک به پکې خپل مړي هم پاکستان ته د تدفين د پاره استوي.

د نيويارک اظهر اقبال په اريان فيونرل هوم کې کار کوي چې په دغه سيمه کې د مسلمانانو د کفن دفن او جنازې کوي، وي او ډيوه ته ويلي دوي سره په جنازګاه کې ۱۱ مړي پراته دي چې په کرونا واېرس مړه شوي دي او خپلوان يې غواړي چې پاکستان کي کفن دفن کړي.

د پي آيي‌ای مشر اېر مارشل ارشد ملک ويلي پي آيی ای به په امريکا کې د مړو شوو خلکو جسدونه بغېر له کرايه پاکستان ته وړي.

په امريکا د کرونا واېرس د لاسه د ۷۰ زره نه زيات کسان مړه شوي چې پکې تر سلو پورې پاکستانيان هم دي، چې اکثره پکې په امريکا کې خاورو ته سپارل شوي دي خو اوس هم ځينې کورنيو خپل مړي پاکستان ته د وړلو په خاطر په سرد خانو کې ايښي دي.

هر څه که د پاکستان وګړي د پي آيي ای پروازونو ته لېواله دي خو پي آيي اې د امريکا لپاره خپله کرايه ډېره اوچته ټاکلې ده.

د پاکستان د خارجه دفتر يو چارواکي وي او ډيوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي د پي‌ آيي اې د چارواکو غوښتنه وه چې دوي به ديوې سوارلۍ نه څلور زره ډالره کرايه اخلي، خو دوي ورته ويلي دي چې د دوه زره ډالرو نه به زياته کرايه نه اخلي.

په عام وختونو کې د واشنګټن نه اسلام آباد ته يو اړخيزه کرایه د پينځه سوه نه واخله تر اوه سوه ډالرو پوري وي.

خو په امريکا کې ځينې زاړه پاکستانيان وايي دوي به د نورو جهازونو په ځاېې پي آيي ای ته ځکه خوشحالېدل چې پکې به ورته د خپل وطن حلال خوراک ورکړی کېده، خو دغه به دوي ته ډېر زيات ګران پرېوتلو،

ظاهر شاه د امريکې په نيوجرسي ايالت کې د کال ۱۹۹۱ نه ژوند کوي، وي او اې ډيوه ته يې ويلي دوي به د پي آيي ای نه بغېر په بل يو جهاز کې نه کېناستل خو آخير يې دومره تنګول راواخستل چې که وس يي‌ بغېر کرايه بوځي هم نو دې به پکې لاړ نه شي، ځکه چې نورې کمپنۍ دوي ته ډېر سهولتونه او احترام هم ورکوي او حلال خوراک هم، او کرايه يي ترې هم مناسبه اخلي.

د امريکې د ټرانسپورټ محکمې د اپرېل په ۲۹ نېټه پاکستان ته اجازت ورکړو چې د پاکستان نه به نېغ امريکا ته د خپل قامي هوايي جازونو پي آيي ای د لارې پروازونه اوکړي.

دا به د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل وي چې د پاکستان قامي هوايي جازونه پي ايي‌ای به امريکا ته ډاېرېکټ‌پروازونه اوکړي.

وړاندې به د پي ايي ای جازونه امريکا ته د تللو په وخت په يورپ يا برطانيه کې کوزېدل او هلته به يې د امنيتي څارنې يا سيکورټي چېک اپ کېدلو وروسته امريکا ته الوت کوو.

د پي آيي‌ای مشر اېر مارشل ارشد ملک څو ورځې وړاندې امريکا ته خواست کړی وو چې پي آيي ای ته دې اجازت ورکړی شي چې خپل وطنوال بېرته پاکستان ته بوځي، څوک چې په پاکستان کې د پروازونو د بنديز د لاسه په امريکا کې ښکېل دي..