م م: د کرونا وايرس بحران به د اووه ميلينه غېر پلان حملونو او ۳۱ صنفي تشدد سبب وګرځي

ملګرو ملتونو ويلي د کرونا وايرس بحران او د دې وبا له امله لاک ډاؤن به د اووه ميلينه پورې غېر پلان شوؤ حملونو او ۳۱ ميلينه پورې صنفي تشدد سبب وګرځي.

د ملګرو ملتونو د جنسي او زېږنې د روغتيا اداره (يواېن اېف پي ای) وايي په په نړۍ کې به د کرونا وايرس نا وړه اغېزې په ښځو وي.

د ملګرو ملتونو ادارې ويلي د روغتيا په برخه کې په نړيوال کچ فشار دی اسانتیاوې نشته، او دې وبا چې په نړیواله کچه ښځې اغېزمنې کړي ښځې نورې په ويره کې دی معاينې نه کوي چې دا وايرس ورته ونه شي.

اداره وايي ۷۰ فيصده ښځې د صحت په چارو کې کار کوي، د خانداني منصوبه بندۍ الاتو ته د رسايي نه کېدو ترڅنګ دوی د غېر پلان شوي حمل او د صنفي تشدد سره مخ کيږي.

د ادارې ترمخه د کرونا وايرس له امله شوی لاک ډاؤن که د شپږو مياشتو دپاره پاتې کيږي تمه څرګنده شوې چې په غېر پلان شوې توګه به اووه ميلينه حملونه جوړ شي يا ښځې به حامله شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره جوړې ادارې (يونيسف) ويلي د کرونا وبا نهه میاشتې وروسته په سويلي اسيا کې د نهه ميلينه ماشومانو د زېږېدنې امکان دی چې يواځې پينځه ميلينه به پکې په پاکستان کې وزېږي.

د دې ترڅنګ په ټولو هېوادونو کې به دا لاک ډاؤن په اقتصادي او ټولنيزه توګه د صنفي تشدد سبب وګرځي.

په خېبرپښتونخواکې د ملګرو ملتونو د يادې ادارې استازی ډاکټر رفيق وايي، په ياده څيړنه يا رپوټ کې چې کومې شمېرې ښودل شوي دي که حالات هم په دې ډول پاتې کيږي نو نتيجې به يې نورې ډېرې ښې نه وي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل يو خو دا چې خلک د لاک ډاؤن له امله په کورونو کې پاتې شو، دوکانونه بند شو او د خانداني منصوبه بندۍ دپاره موجود څيزونه لکه (کنډوم) مېلاوېدل کم شو.

هغه وويل دوېمه خبره دا ده چې حکومت هغه ادارې غېر ضروري ګرځولي چې د خانداني منصوبه بندۍ په برخه کې کار کوي نو هغه ادارې تړلې دي بيا چې خلک په کورونو کې پاتې شو دوايانو ته رسايي نشته نو د دې په نتيجه کې به غېر ارادي زېږېدنې کيږي.

ډاکټر زياته کړه د کرونا نه وړاندې په پاکستان کې داسې رپوټونه ؤ چې د کال په سر شل لکه حملونه لرې کول کیږي (اېبورشن کيږي) او دا هغه حملونه وي چې په غېر ارادي توګه وشي خو چې کله لرې کول کيږي نو هغه په سمه طريقه يا په پوهه ډاکټرانو لرې نه کړی ښي نو هغه په ښځو کې نور مرضونه پېدا کړي نو هسې نه چې د حملونو په سمه طريقه نه لرې کول هم نور د ښځو ژوند د خطر سره مخ کړي.

ډاکټر رفيق وايي د مالي ستونزو له امله په دې لاک ډاؤن کې په ښځو د تشدد پېښې نورې سېوا شوي او رپوټونه دي چې په نړۍ کې تراوسه پورې نزدې درې کروړه ښځې د تشدد ښکار شوي دي.

د ملګرو ملتونو اداره وايي د لاک ډاؤن او کرونا وبا بحران به په کم عمرۍ کې د ودونو ترڅنګ د ښځو سره اړونده نورو مسلو سبب هم ګرځي.

ډاکټر رفيق وايي بايد حکومت د خانداني منصوبه بندۍ دپاره جوړې ادارې يا مرکزونه اړين وګرځوي او په دې برخه کې سنجيده وي.