د حج کېدو يا نه کېدو پرېکړه به د اختر په لومړۍ اوونۍ کې وشي، نورالحق قادري

د پاکستان د مذهبي امورو مرکزي وزير نور الحق قادري وايي د سږني کال د حج د مراسمو کېدو يا نه کېدو په اړه پرېکړه به د اختر په لومړۍ اوونۍ کې وشي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل درې ورځې وړاندې يې د حج په اړه د سعودي عرب د اړونده چارواکو سره خبرې شوي دي.

هغه وايي د سعودي عرب چارواکي په خپله په تمه دي چې څه وکړي او د حج دپاره د سعودي عرب واکمنه کونسل په درې بېلابيلو سپارښتنو غور کوي او دوی ترې غوښتي چې زر تر زره دې دوی (پاکستان) خبر کړي چې دوی خپل انتظامات وکړي.

له دې وړاندې انډونيشيا هم د سعودي عرب نه غوښتي چې د حج د کولو يا نه کولو په اړه پرېکړه زر تر زره وکړي.

راپورونه د انډونيشيا د مذهبي چارو د وزارت وياند عمان فتح الرحمان له قوله وايي بايد سعودي عرب زر دغه فېصله وکړي.

په نړۍ کې د کرونا وبا خورېدو وروسته د سعودي عرب حکومت د مارچ په میاشت کې د عمرې کول هم ځنډولي ؤ او تر اوسه پورې عمرې بندې دي.

د حج په لړ کې سعودي عرب مسلمان هېوادونو ته ویلي ؤ چې د حج په اړه پرېکړه به کولی شي په سمدستي ډول دې خپلې تيارۍ نه کوي.

قادري وايي دوی تراوسه پورې هیڅ تيارۍ نه دي کړي نه د الوتکو، نه هلته د خلکو د اوسېدو او نه د ګاډو څه تيارۍ شوي دي خو دوی د سعودي عرب د چارواکو سره په تماس کې دي او مالومات کوي.

په پاکستان کې د مارچ په میاشت کې د حج تلو دپاره داخلې بندې شوې وې.