کرونا وبا: سږ‎ کال د روایتي حج کېدو امکان ډېر کم دی، قادري

د پاکستان د مذھبي چارو مرکزي وزیر وایي سږ په روایتي توګه د حج کېدل ګران دي خو د دوی د سعودي عرب د چارواکو سرہ د حج په اړہ خبرې روانې دي او د ۱۵ جون پورې به دوی (پاکستان) پرېکړہ وکړي چې د حج دپارہ کومه پرېکړہ کوي، په دغه لړ کې دوی دسعودي عرب ځواب ته اوس هم په تمه دي.

د پاکستان د مذھبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري وایي، د کرونا وبا له امله سږ کال داسې نه ښکاري چې په روایتي توګه حج وشي لکه چې به په عامو کلونو کې د حج مراسم ادا کېدل.

قادري وایي دوہ ورځې وړاندې د پاکستان او سعودي عرب د چارواکو ترمنځ د حج په اړہ خبرې شوي خو د سعودي عرب حکومت په خپله ھم لا پرېکړہ نه دہ کړې او په دغه لړ کې د صحت د نړېوالې ادارې د کرونا وایرس په اړہ لار ښوونه ھم مخې ته دہ.

نوموړي زیاته کړہ د سعودي عرب حکومت ھم په دې درېو لارو غور کوي چې حج دپارہ د ټولو ملکونو نه د لس فيصدہ په حساب خلک د حجدپارہ را وغواړي دوېم دا چې په سعودي کې دننه خلک چې ملکیان او بھر ملکیان پکې شامل دي یواځې ھغو خلکو ته د حج اجازت ورکړياو درېم دا چې په علامتي توگه حج وشي د ټولو ملکونو نه د دوہ سوہ نه تر پینځه سوہ پورې کسان او پلاوي را وغواړي.

ھغه وویل دوی به په د ۱۵ جون پورې پرېکړہ وکړي چې ایا دوی د کرونا وبا په محال په جوړہ لار ښونه څومرہ عمل کولی شي؟ او په دېکې به په حج راتلونکی خرڅ ھم په نظر کې ساتي چې ښایي دا د پینځه لکه ۶۵زرو نه د لسو لکو پورې سېوا کېدی شي.

د نوموړي په وېنا ملایشیا، انډونیشیا، ھند، سنگاپور او برونائي پرېکړہ کړې چې خپل وگړي حج ته نه لیږي.

خو قادري وایي دوی اوس ھم د سعودي عرب د حکومت ځواب ته په تمه دي او د حج پرېکړہ به د سعودي عرب باچا کوي.

نوموړی وایي ښایي دوی به د ټولو خبرو په نظر کې د ساتلو سرہ د ۱۵ جون پورې خپله ختمي پرېکړہ اعلان کړي.