دکرونا دلاسه پاکستان کې د۲۲ لکو نه د زیاتو کسانو دمړېنې اندېښنه ښودل شوې

د برطانیې امپریل کالج لندن یوه څیړنه کې ادعا کړې چې پاکستان کې به د کرونا رنځ لړۍ د راروان کال جنورۍ اخیري نیټو پورې دوام ولري.

په ویب پاڼه خپرې شوې څیړنه کې ویل شوي که پاکستان په سمدستي توګه ټول بند یا لاک ډاون ونه کړو نو ویره ده چې دغې هیواد کې د کرونا له امله د مړینو شمیره ۲۲ لکه ۲۹ زرو تنانو ته ورسيږي.

خو څیړنه کې بیا دا هم په ګوته شوې که پاکستان د اوس نه ټول بند نافذ کړو نو دا شمیرې۱۰ زره۲۰۰ ته راکمیدی شي.

په دې اړه چې وایس آف امریکا ډیوه د باچا خان میډیکل کالج پروفیسر ډاکټر افتخارالدین سره خبرې وکړې نو هغه وویل دې شمیرو سره ځکه اختلاف کوم چې دلته د مړینو شرحه ډیره ټیټه ده البته دې سره موافق یم که احتیاطي ګامونه پورته نه کړل شول نو اغیزمنو کې به اضافه کیږي.

ډاکټر افتخار الدین وایي باید خلق خپله هم د احتیاط نه کار واخلي او د حکومت هم فرض دي چې په دې اړه ګامونه پورته کړي.

بلخوا د صحت نړیوال تنظیم یا ډبلیو ایچ او هم تیره اوونۍ پاکستان ته یو خط کې لیکلي وو چې پاکستان باید د کرونا د مخنیوي لپاره د دوو هفتو لاک ډاون اعلان کړي.

خو وزیر اعظم عمران خان تیره ورځ لاهور کې یو ځل بیا د مکمل لاک ډاون لګولو نه انکار کړی دی البته ویلي یې دي حکومت به هاغه ځایونه تړي چرته چې د کرونا پیښې ډیرې وي او چرته چې خلق په احتیاطي تدابیرو عمل نه کوي.

خو ډاکټرانو تل غوښتنه کړې چې د کرونا مخنیوی صرف د سخت ټول بند له لیارې ممکن دی.

د ځوانانو ډاکټرانو عمومي سکتر ډاکټر اسفندیار بیټنی وایي کله چې د کرونا پیښې کمې وې نو حکومت لاک ډاون وکړو خو کله چې پیښو کې اضافه شروع شوه نو لاک ډاون ختم کړی شو.

هغه وایي که حکومت د کرونا مخنیوی غواړي نو لازم ده چې یو ځل بیا به لاک ډاون کوي.

خو ددې تر څنګ داسې ډاکټران هم شته چې نظر لري پاکستان غوندې هیوادونه د ټول بند توان نشي لرلی او دوي وایي ددې حل به احتیاط وي.

د کرونا رنځ وایرس نه بېرته روغ شوی پروفیسر ډوکټر انتخاب عالم وي او ای ډیوه ته ویلي د مکمل او سخت لاک ډاون وخت مونږ نه تیر شوی دی.

هغه وایې دې پړاو کې لاک ډاون یا کرفیو لګول به بې ځایه عمل وي ځکه چې مونږ به اخیر تر کومه ملک تړلی وي.

"مونږ دا توان نه لرو چې د هیواد د ټولو وګړو معاینات وکړو او نشو کولی چې ټولو خلقو ته د قرنطین اسانتیاوې ورکړو. ددې مخنیوی په سختۍ سره په احتیاطي ګامونو عمل سره کیدی شي، پوزې ته ماسک اچول باید په هرچا لازم کړی شي"

دغه شان نړیوال بنک هم ویره څرګنده کړې چې پاکستان کې باوجود ددې چې د کرونا د معایناتو شرحه ډیره کمه ده خو بنک تیره اوونۍ خپور شوي راپور کې ویلي د روزانه په حساب چې کومې شمیرې د پاکستان رارونې دي هغه برطانیې سره تر ډیره حده برابرې او جرمني نه یو په شپږ سیوا دي.

بنک وایي کرونا به د پاکستان غوندې هیوادونو کې د صحت نظام کې ګډوډی رامینځ ته کړي.