افراسياب خټک: له پښتون ژغورنې غورځنګ سره بيا خبرې پيلول د حکومت چال دی

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو مبارز او پخوانی سنېټر افراسياب خټک وايي د عمران خان د حکومت له خوا پښتون ژغورنې غورځنګ ته د بيا خبرو اترو پيل کولو وړانديز په اصل کې د اصلي چارواکو چال دی چې د پښتنو دا قامي غوښتنه يوه مقامي شخړه وګرځوي.

د پاکستان د دفاع وزير پروېز خټک د اتوار- یکشنبې په ورځ مېډیا ته ويلي وو چې حکومت غواړي د پي ټي ايم په غوښتنو د تحريک د مشرانو سره کښېني خو د غورځنګ مخکښان وايي د داسې چا سره خبرو اترو ته نه کښېني چې د دوی د غوښتنو د منلو اختيار نه لري.

د حکومتي وړانديز په غبرګون کې ښاغلي افراسياب خټک وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل، دا د روايتي جرګو د وس خبره نه ده ځکه چې دغسې يوه قبايلي جرګه خو وړاندې هم پي ټي ايم ته ورلېږل شوې وه.

خو په ځواب کې ورته د غورځنګ له خوا هم پوښتنه ايښودل شوې وه چې ايا دغه جرګه د زرګونو ورکو پښتنو د راپيدا کولو ضمانت ورکولای شي او ريښتيا هم دومره اختيار لري؟

افراسیاب خټک وويل پروېز خټک خو مخکې هم د خبرو وړانديز ورته کړی وو، نو ولې يې سملاسي د تحريک مشر منظور پښتين او نور غړي ونيول او بنديان کړل؟

ښاغلی خټک وايي د پښتونخوا حکومت هغه د جبر قانون چې د ايکشن اِن ایډ آف سېول پاور په نامه يادېږي اوس په ټوله صوبه کې لګولی چې پوځ ته دا اختيار ورکوي که څوک اوچتول غواړي او که هر څه کول غواړي څوک يې لاس نه شي نيولای.

د ايکشن اِن ایډ آف سېول پاور قانون د پېښور هايکورټ غير قانونه ګرځولی دی خو د پښتونخوا حکومت د صوبې د عدالت فيصله سپريم کورټ ته وړې چې اعلی عدالت د پېښور هايکورټ پرېکره معطل کړې خو د قانون په اړه د سپريم کورټ خپله فيصله لا نه ده راغلې.

افراسياب خټک وايي په زرګونو خلک ورک دي، د نقيب الله مسید د وژنې سره سره 443 نور بې عدالته مرګونه ځواب غواړي خو د دې وژنو قاتل راو انوار "سپين باز" ګرځي.

ښاغلی خټک وايي د پښتنو او رياست په منځ کې د اعتماد فضا ‌‌‌‌‌‌ډېره کمزورې ده او تر څو چې د غورځنګ د غوښتنو عملي ځواب نه وي ويل شوی پي ټي ايم دا ګڼي چې د خبرو اترو وړانديزونه د تحريک د کمزوري کولو او بې اعتمادۍ سېوا کولو چالونه دي.

د پي ټي ايم يو بل مخکښ او د شمالي وزيرستان نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ له غړي محسن داوړ نه د حکومت د وړانديز په اړه چې وپوښتل شو نو هغه ‌‌‌‌‌‌وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل، بنيادي خبره د جنګي کاروبار ده او د پي ټي ايم غوښتنه دا ده چې د پښتنو په خاوره دې دا جنګ نور ختم کړل شي.

محسن داوړ وويل ځان په تشو وعدو او لوظنامو نه تېرباسي، عملي کار به کتل کيږي چې دغه جنګ نور ختم دی او ترهګر ورک شوي دي نو هله به پښتانه په قراره کښېني.

ښاغلي داوړ وويل د ماينونو پاکول، بې عدالته وژنې، زرګونه بې درکه پښتانه او په ضرب عضب کې د کربونو روپیو تاوان پوره کول د حکومت نه او د طاقتورو قوتونو نه د دوی غوښتنې دي چې په هيڅ قيمت ترې هم نه په شا کيږي.

محسن داوړ وايي ښارونه، بازارونه، کورونه، سړکونه، سکولونه او يو پوره ژوند بيا د نوي سره شورو کول دي او مثال يې داسې دی لکه چې نوی کور په نويو بنيادونو ودرول وي ځکه چې په ضرب عضب کې د خلکو هر څه وړل شوي دي.

د پوځ دريځ دا دی چې په ضرب عضب کې يې د ترهګرو ملا ماته کړې ده خو سياسي ګوندونه او د بشري حقونو تنظيونه د پوځ دعوې ردوي او وايي پوځ ګو‌‌‌‌‌‌ډ [ښه] طالبان بيا په پخوانۍ فاټا کې فعالوي. ازاده مېډیا او د بشري حقونو تنظيمونو ته يادې سيمې ته د تلو اجازت نه شته.