د پښتونخوا سیاستوال وایي د این ایف سي ایواډ غړي د بدنیتۍ په بنیاد ټاکل شوي

د پښتونخوا قانون پوهان، د پارلمان غړي او سياسي مشران وايي د پاکستان د صدر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عارف علوي له خوا د نېشنل فاینانس کمېشن د غړو د انتخاب حکم په بدنيتۍ ا‌‌‌‌‌‌ډاڼه دی او قانوني حيثيت يې نه شته. 

د پښتونخوا قانون پوهان، د پارلمان غړي او سياسي مشران وايي د پاکستان د صدر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عارف علوي له خوا د نېشنل فاینانس کمېشن د غړو د انتخاب حکم په بدنيتۍ ا‌‌‌‌‌‌ډاڼه دی او قانوني حيثيت يې نه شته.

صدر عارف علوي په 12م می يو نوټيپيکيشن کړی دی چې په ملک کې نوی اين ايف سي ايوار‌‌‌‌‌‌ډ وشي چې د صوبو او وفاق تر منځ د وسايلو او امدن تقسيم وشي خو د ايوار‌‌‌‌‌‌ډ د پاره اعلان شوي نومونه متنازعه او غير قانوني ګرځول شوي دي.

د وزير اعظم عمران خان د خزانې مشير عبدالحفيظ شيخ يې هم د کمېشن غړی ټاکل شوی چې د اييني ماهرينو تر مخه د ايين خلاف ورزي ده ځکه چې غير منتخب تن د وفاقي وزير حيثيت نه شي موندلی.

د خزانې وزارت عمران د ځان سره ساتلی او حفيظ شيخ يې په وفاقي کابينه د خزانې مشير ټاکلی. د پښتونخوا او بلوچستان نه صوبايي نمايندګان هم د نورو صوبو نه ټاکل شوي چې پرې سختې نيوکې راپورته شوي دي.

قانون پوه سنګين خان ایډوکېټ وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “د کمېشن د غړو نه ښکاره ده چې دا کار په بد نيت سره شوی دی او بله دا چې د ايين د ارټيکل 199 خلاف ورزي ده”.

سنګين خان وايي ايين د وفاق او صوبو تر منځ يوه لوظنامه ده او يوه رابطه ده او د ايين ارټيکل 160 د صوبو او وفاق تر منځ د وسايلو د تقسيم فارموله واضحه کړې ده چې څوک به څومره فيصده برخه اخلي.

سنګين خان ایډوکېټ وايي د صوبو او د وفاق تر منځ د مالي او نورو مسلو هوارولو د پاره کاونسل اف کامن انټرسټ او نيشنل اکنامک کاونسل فورمونه شته خو ښاغلي خان اندېښنه څرګنده کړه چې پټ قوتونه د اين ايف سي په جوړښت بدلولو د اتلسم ترميم ختمولو ته لارې پرانيزي.

د عمران حکومت وايي په اتلسم ترميم کې نور بدلونونه پکار دي خو د ملک غټ سياسي ګوندونه د حکومت د دې ارادې مخالفت کوي او وايي دا به وفاق ته خطر پيښ کړي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل، د ايين ارټيکل 160 (3-A) واضحه دی چې چې په نوي اين ايف سي ايوار‌‌‌‌‌‌ډ کې به د صوبو برخه د تېر ايوار‌‌‌‌‌‌ډ نه کمه نه وي او زياته يې کړه چې دې ځل وفاق يواځې د پښتونخوا د برخې نه 154 اربه روپۍ نيولي دي.

محسن داوړ وايي “په نوي ايوار‌‌‌‌‌‌ډ کې حکومت د ازاد کشمير او ګلګت بلتستان د پاره د صوبو نه د امنييت په نوم پيسې اخستل غواړي چې د صوبو ذمه واري نه ده”.

ښاغلي داوړ وويل هغه قوتونه چې د هر څه نه يې پښې راچارپېر کړي غواړي په څه نه څه طريقه اتلسم ترميم ختم کړي او وایي د پوځ مشر جنرل باجوه اتلسم ترميم د شيخ مجيب د شپږو نکاتو ته هم ‌‌‌‌‌‌ډېر خطرناک ګرځولی دی:

“ چې د شيخ مجيب شپږ نکات دې ونه منل نو نتيجه يې څه شوه؟ بنګله ديش” محسن داوړ په خپلو خبرو کې دغه پوښتنه د پاکستان پوځي چارواکو ته کېښوده.

د نوي ايوار‌‌‌‌‌‌ډ په سفارشاتو کې يوه نقطه دا هم ايښودل شوې چې د وفاقي قرضو پور به صوبې هم پرې کوي. په دې اړه محسن داوړ وايي که قرضې وفاق اخیستې وي او په وفاقي محکمو خرڅ شوي وي نو صوبې ولې دغه قرضې ورکړي.

محسن داوړ د امنييت د پاره د صوبو نه هم برخه غوښتل نامناسبه وبلل او ويې ويل چې ترهګري د رياست کاروبار دی او دا هيڅ کله نه ختموي. هغه زياته کړه "په دوو ورځو کې په وزيرستان کې يو ځوان حلال کړل شو او دوه نور په هدفي وژنو کې ووژل شول نو د دې معنا دا شوه چې لا خو پوځ ناکامه دی چې ترهګر ختم کړي او لا يې بيا ورسره ملګرتيا يوه ده".

د پيپلز ګوند د پښتونخوا جنرل سيکرټري او د قامي اسمبلۍ پخواني معاون سپيکر فيصل کريم کونډي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل، په اتلسم ترميم کې خو د سلو نه ‌‌‌‌‌‌ډېر بدلونونه شوي دي چې پکې د خيبر پښتونخوا نوم صوبايي اختيارات او نور ‌‌‌‌‌‌ډېر مهم څيزونه دي.

ښاغلي کونډي وويل چې ګوند يې پلان لري يو جدا خواست د پېښور په هايکورټ کې جمع کړي چې د پښتونخوا نمايندګي به يواځې د پښتونخوا خپل خلک کوي او هيڅ يو پنجابي، سیندي يا بلوچ ته به اجازه ور نه کړي چې د پښتونخوا نمايندګي وکړي.