افغان حکومت تراوسه پورې 4199 طالب بنديوان خوشي کړي خو طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي، ملي امنيت

د افغانستان د ملي امنيت شورا ویلي، افغان حکومت په دې وروستو ورځو کې 180 طالب بنديوان خوشي کړي خو طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي.

د ملي امنيت د شورا وياند جاوېد فېصل نن د ګل/ دوشنبې په سحر په ټويټر ویلي، افغان حکومت تراوسه پورې 4199 طالب بنديوان خوشي کړي دي.

هغه ویلي طالبان نه یواځې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي بلکې تراوسه پورې يې نه خو زر تنه پوځي امنيتي بنديوان خوشي او نه يې د افغانانو وژنې ودرولي دي.

د ملي امنيت وياند جاوېد فېصل دغه خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې د بندېدو په اړه غوښتنې رد کړي دي او ویلي یې دي چې تر اوسه د جنګ نه یې بغیر بل انتخاب نه دی پېدا کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼې یو بیان خپور کړی او په هغه کې یې ویلي چې د طالبانو دریځ دا دی چې ژر تر ژره باید د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیله او بین الافغاني مذاکرات پیل شي، چې د هغه په وینا، "همدا د ستونزو حل ته واقعي لاره او منطقي دريځ ده".

طالبان اوس مهال له امریکایي عسکرو او ټولو نورو خارجي قوتونو سره، ډزبندي کړې او پر هغو حملې نه کوي، مګر په افغان عسکرو یې حملو ته زور وکړی دی.

طالب وياند ویلي" که څوک غواړي چې لومړی جګړه ودریږي بیا خبرې وکړي، دا غوښتنه غیر منطقي ده. جګړه د دې لپاره ده چې تراوسه موږ بل انتخاب نه دی پيدا کړی".

بل اړخ ته بیا د افغانستان د ولسمشر اشرف غني وياند ویاند صدیق صدیقي ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د بین الافغاني مذاکراتو کېدو په اړوند دافغانانو او نړیوالې ټولنې هېلې مړاوې کړي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د صدر غني ویاند په ټویټر ولیکل چې طالبانو په دې وروستیو کې په ښارونو کې تشدد زیات کړی، په امنیتي ځواکونو او لویو لارو بریدونه کوي چې زیاتره پکې عام وګړي وژل کیږي.

هغه زیاته کړې چې طالبانو دهدفي وژنو لړۍ هم چټک کړې او دولتي مامورینو باندې بریدونه کوي چې دې عمل د بین الافغاني خبرو په اړوند دافغانانو اؤ نړیوالې ټولنې هیلو ته زیان رسولی دی.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا څلور زره کسان له قیده آزاد کړي دي. خو سرچینې وایي چې افغان دولت د ۵۰۰ هاغو طالب بندیانو دخوشې کولو نه انکارکړی چې په سترو بریدونو اؤ نورو جرمونو کې ککړ دي چې دې عمل دبېن الافغاني خبرو مخې ته خنډان راولاړ کړي دي.