سوات د تفریح او تاريخ کور خو د سیلګرۍ صنعت یې اغېزمن شوی

واشنګټن ـــــ د سيلګرۍ د نوم سره يو دم د سوات نوم او ښایست په ذهن سپور شي. کومو سيلګرو چې سوات ليدلی هغو يې د بيا بيا ليدلو ارمان کړی او چا چې نه دی ليدلی هغه خو نو خود ارمانجن دي.

د سوات د امدن لويه برخه سيلګري او دويمه غټه برخه په سوات کې د قسماقسم مېوو کېدل دي. د سوات مڼه، مالټه، شلتالو، خوبانۍ، ناشپاتۍ، الوچه او ان تر دې نوې ازمویل شوې مېوې چيري پورې د خپل خوند ساری نه لري.

سوات په ګرمۍ کې د سيلګرو نه ‌‌‌‌‌‌ډک وي او ځايي خلک سيلګرو ته مېلمانه وايي. په سوات کې د سواستو ارټ اینډ کلچر تنظیم صدر عثمان ولسيار وي او اې ډيوه ته وويل د سوات په تاريخ کې چرته مېلمه ته چا څه زيان نه دی اړولی، ځکه چې وایي د پښتنو دود دستور دی مېلمه ته ‌‌‌‌‌‌ډېر په درنه سترګه ګوري.

خو دا کال ګرمي تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده د سوات خلکو يواځې تېره کړه ځکه چې حکومت د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره په سيلګرۍ بندیز لګولی دی چې ځايي خلکو ته يې په لويه کچه مالي زيان اړولی دی.

د سوات د هوټلونو د تنظیم صدر زاهد خان ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل چې د 70% هوټلونو حساب کتاب يې کړی چې تر دې دمه ورته د درې نيم اربه روپیو پورې نقصان اوښتی دی. زاهد خان وايي په هوټلونو کې نزدې 15000 مسقتله عمله ده او تر 25000 پورې نور خلک په څه نه څه کار په دې صنعت کې په روزګار دي او دغه ټول دې کال بې کاره او بې روزګاره شوي دي.

زاهد خان د حکومت په فيصله نيوکه کوي او وايي د بل هر ځای په نسبت هوټل د ټولو نه محفوظ دی او د ايس او پيز خيال ساتي ځکه بېلې بېلې کمرې وي، له مېلمنو سره خپلې کورنۍ وي او په خپلو ګا‌‌‌‌‌‌ډو کې راغلي وي او د لاس وينځلو اسانتيا ورکول او د صفایۍ خيال ساتل خو د هوټل د ښه سروس برخه ده.

البته زاهد خان وايي چې سرکاري هوټلونه ‌‌‌‌‌‌چې ډېر يې د پاکستان د سیلګرۍ د ودې کارپورېشن (پي ټي ‌‌‌‌‌‌ډي سي) دي خلاص دي او سرکاري مېلمانه سوات ته راروان دي خو شخصي هوټلونه يې په زور بند کړي او پکار ده چې حکومت د دوی د زيانونو معاوضه ورکړي.

د عمران حکومت 2020م کال د سيلګرۍ کال ګرځولی خو د مالي مشکلاتو او د کرونا وايرس د لاک ‌‌‌‌‌‌‌ډاون په وجه کومه غټه منصوبه لا مخ ته نه ده راغلې.

زاهد خان وايي سوات د مولانا فضل الله اسلام هم وليد چې خلک يې په چوکونو کې حلالول او بيا يې پوځي اپرېشن او د 2010م کال د قهر سېلابونه هم وګالل او د هغه په وينا د سوات د خلکو د اووه اربه روپیو نه زيات زيان شوی وو.

د سواستو ارټ اینډ کلچر تنظیم مشر عثمان ولسيار وايي سيلګري يو لوی صنعت دی خو د سوات د سيلګرۍ بلها او بېلابېل اړخونه لا نه دي لټول شوي ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک او حکومت هم دا ګڼي چې د سيند غاړې ته تګ او يا ځنګلونه ليدل يواځې تفريح ده.

ښاغلی ولسيار وايي سوات ‌‌‌‌‌‌ډېر زاړه تهذيبونه او دورونه په خپله سينه کې لري چې د سيلګرۍ او مذهبي روادارۍ سېمبولونه دي او زياتوي چې د سوات سيند د تهذيبونو په حواله ‌‌‌‌‌‌ډېر موړ دی ځکه انساني ژوند د اوبو سره تړلی دی.

هغه وايي دا اثار د زردښت، يونانیانو، اريایانو، بودایانو، د ګندهارا او هندوشاهي دورونو نخښې نښانې لري او ان تر دې چې د محمود غزنوي د وخت د جماعت اثار هم په و‌‌‌‌‌‌ډيګرام کې کنستل شوي دي.

د لرغونو اثارو کارپوهان وايي د نورو مذهبونو او تهذيونو سره سره سوات د ماهايانه بدمت د منونکو تر ټولو مقدس ځای منل کيږي.

د افغانستان د باميانو د بودها له ولاړې مجسمې وروسته د بدها دويمه غټه مجسمه د سوات د منګلور کلي په غره کې په يو ګټ کنستل شوې د ناستې مجسمه ده چې دواړه د طالبانو د ترهګرۍ ښکار شوي او په بارودو الوځول شوې دي.

عثمان ولسيار وايي سوات دنګ دنګ غرونه لري او د هغو سيلانيانو خوښېږي چې هایکېنګ ټرېکینګ [غره ته ختل او ګرځېدل] کوي او د لرغونو اثارو مينان او تحقيق کوونکي هم دلته خوشاله وي او دغه رنګ د سوات په سيند د لامبوزنو او کیښتۍ چلوونکو د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر څه کېدلی شي خو هيڅ حکومتي توجه ورته نه کيږي.

د سوات او بونېر په منځ کې ولاړ د ايلم د غر په اړه هغه وايي دا د سيلګرۍ نه علاوه هم ‌‌‌‌‌‌ډېر تاريخي او مقدس غر ګڼل کيږي چې د مشهور مترقي ليکوال سبط حسن په وينا د هغو غرونو نه يو دی چې د ديوتا نسبت ورته کيږي.

د ايلم غر يوه څوکه "د جوګيانو سر" په نوم پېژندل کيږي چې په سر يې د رام تخت په نوم ځای جوړ کړل شوی او ځينې تاريخپوهان وايي رام چندرجي مهاراج د خپل بڼ باس يا د څوارلس کلني يواځيتوب څه موده په ايلم غره کې تېره کړې ده چې نن هم د هندوانو او سيکانو مقدس ځای دی.

عثمان ولسيار وايي د ايلم غر د مذهبي روادارۍ مثال جوړېدلی شي او ‌‌‌‌‌‌ډېر سيلګري ان تر هنده پورې ځان ته راکښلی شي خو د پاکستان د حکومت هند دښمنه پاليسي او د ترهګرۍ روان ناورين پکې غټ خنډونه دي.