ولسمشر غني: طالبان دې پوه شي هرې سولې ته چې ورسېدو وروستۍ رایه او پرېکړه د افغان ولس ده

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې (یوناما) یو ځل بیا د افغان سولې بهیر پر ټولو اړخونو ږغ کړی چې د بین الافغاني خبرو لپاره حالات برابر کړي ځکه چې وایي په افغانستان کې د امن یواځینۍ لار خبرې دي.

یوناما د سولې پر خبرو په داسې وخت کې ټینګار کړی چې افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې- زیارت په ورځ د افغانستان غزني ولایت ته تللی وو او هلته یې په یوه غونډه کې وویل، په هېواد کې سولې ته ژمن دی او غواړي چې وینې تویېدل بند شي خو وایي د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه د ولس په لاس کې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندیې ادارې یوناما د جولای پر 16مه په یوه ټویټ کې لیکلي "ټول اړخونه باید دې ته حالات برابر کړي چې بین افغاني خبرې پیل او کامیابه شي، وخت راغلی چې د لوړې کچې تشدد نور ختم شي او د ټولو افغانانو لپاره سولې او خواخوږۍ ته ریښتینې اراده څرګنده شي".

ولسمشر غني په غزني کې غونډې ته په وینا کې وویل د سولې هدف یې د ټولو افغانانو را یو ځای کېدل دي: نوموړي پر دیني عالمانو ږغ وکړ چې طالبان ډزبندۍ ته تیار کړي او نور د خلکو وینه توی نه شي:

"که مو یوه نقطه پیدا کړه چې موږ سولې ته اراده نه لرو نو موږ تابع یو، له ټولو علماوو کرامو غواړم دا غږ جګ کړئ چې طالبان اوربند ومني، دا انسان وژنه غیر اسلامي ده، غیرافغاني ده غیرملي ده".

ولسمشر غني وویل ده د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې پر طالبانو د پخوا غوندې بریدونه و نه کړي خو وایي که طالبان له جګړې لاس نه اخلي‌ نو بیا یې ګیله له ځانه ده:

"که ضدیت ته خبره راغله بیا دې له ځانه ګیله وکړي، موږ سولې ته ژمن یو ځکه غواړو دا وینه تویېدل ختم کړو، د وینې په تویېدلو کې څه ویاړ دی، طالبان هم باید په دې پوه شي هرې سولې ته چې ورسېدو اخره رایه او پرېکړه د افغانستان د ولس ده".

تر یوناما مخکې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، یورپي اتحاد او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي‌ هم په وار- وار پر طالبانو او افغان حکومت ږغ کړی چې جګړه بس کړي او د سولې خبرې پیل کړي.

خو طالبان هم نه یواځې افغان ځواکونه بلکې بهرني ځواکونه هم تورنوي چې وایي له جګړې یې لاس نه دی ا خیستی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې تور پور کړې چې وایي "امریکایي ځواکونو نن په هلمند، غزني او زابل ولایتونو کې په غیرجنګي سیمو کې ډرون حملې کړې دي" او دا یې د سولې له تړونه د امریکا سرغړونه بللې چې وایي دوی ته د منلو وړ نه ده.

په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو او افغان حکومت تر اوسه د طالبانو د دې تور په اړه څه نه دي ویلي خو افغان امنیتي چارواکو د هېواد په ځینو شمالي ولایتونو کې په مځکنیو او هوایي بریدونو کې د لسګونو طالب جنګیالیو د وژلو دعوه کړې خو طالبان وایي د دوی کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وړمه ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنت فرېنک مېکېنزي چې په منځني ختیځ او افغانستان کې د ځواکونو ذمه واري پر غاړه لري وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې طالبان د سولې له تړون سره سم خپلې ژمنې نه پوره کوي او د افغانانو خلاف تشدد ته یې دوام ورکړی دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ د فرورۍ پر ۲۹مه د سولې په تړون کې ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې به په مارچ کې پیلېږي خو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو پر تبادله پرله پسې مخالفتونو دا خبرې تر اوسه ځنډولې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو، چې هغه 600 طالب بندیان چې حکومت یې د نه خلاصیدو خبره کوي د افغان حکومت صلاحیت نه دی او د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده چې باید خوشي نه شي.

ښاغلي اتمر ویلي وو افغان حکومت له طالبانو غوښتي چې د دغو ۶۰۰ بندیانو پر ځای د نورو طالب بندیانو فهرست ور کړي خو وایي طالبان دا غوښتنه نه مني. د اتمر په وینا افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیلولو لپاره څو واره نېټې ټاکلې دي خو طالبانو رد کړې دي او ټینګار کوي چې لومړی دې یې په فهرست کې شامل ۶۰۰ بندیان خوشي شي.