خېبر پښتونخوا کې دموټر سائیکلو اؤ نور واړه کاروبارونه کرونا وایرس ځپلي دي

په خيبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس له امله واړه روزګارونه هم اغېزمن شوي دي او وړو روزګارونو سره تړلي کاروباریان وايي اوس ډېر په ګرانه د کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

قادر خان دخېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د ۱۲ کالو راهسې مزدوري کوي. اوس هغه موټرسائيکلې وينځي او خپله د شپږو کسانو کورنۍ لري. د کرونا وبا راتلو وروسته هغه هم د روزګار د اغيزمن کېدلو ګيله کوي.

نوموړی وايي د کرونا وبا وړاندې به يې د ورځې په اسانه ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ روپۍ ګټلې خو اوس دغه پېسې تر ۱۰۰ روپو کمې شوې دي. روزګار ختم شوی دی نو ملګرو يې راتګ هم بند کړی دی.

د مردان ضلعې تر ټولو لوی د موټرسايکلو په بازار کې هم ګڼه ګوڼه کمه شوې ده. په دغه ځای کې به وړاندې د موټرسايکلو د اخستلو او خرڅولو لپاره مېله هم لګېدله خو د کرونا وبا له امله د حکومت له خوا دغه کاروباري هلې ځلې کمې کړل شوي دي.

د موټرسايکلو د مارکيټ د اېسوسي اېشن مشر ظاهر جان وايي د روزګار د کمېدو له امله دوي د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی او کاروبار د نيمې نه زيات کم شوی دی.

د ده په وينا چې ګراني زياتېږي او ورسره د موټرسايکل نرخونه هم زيات شوي دي نو ځکه يې اخستونکي کم شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وبا وروستو ټول روزګارونه اغېزمن شوي خو د روپۍ په اررښت کې د کمي له امله د موټرسايکلو بيعې لوړې شوې دي.

په دې مارکيټ کې يو دکاندار اياز خان وايي دوي به د موټرسايکل سامانونه د چين نه راوړل، د ډالر نرخ زيات شو، دوي نقدې پېسې ورکوي. وړاندې چې به کوم ګاړی په ۳۵ يا ۴۰ زره روپۍ ؤ اوس د هغې بيعه تر ۵۰ زره روپو رسېدلې ده. روزګارونه اغېزمن شوي دي خو د حکومت له خوا هم کومه اسانتيا نه ده ورکړل شوې.

د موټرسايکل د خرڅوونکو په وينا چې د کرونا وبا وروسته د روپۍ ارزښت کې د کمي له امله د موټر سايکلو نرخونه د ۵۰۰ نه تر ۲۰زره روپو پورې سېوا شوي دي