د حکومتي ګامونو سره بايد خلک په خپله هم لرغوني اثارخوندي وساتي، ډاکټر صمد

په خېبرپښتونخوا کې د لرغونو اثارو حکومتي چارواکي او پوهان وايي یو لور ته که حکومت په سيمه کې د لرغونو اثارو د ساتنې دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي نو بل لور ته بايد د سيمې خلک هم په خپله د دې تاريخي لرغونو اثارو ساتنه وکړي او سمبال يې کړي.

د خېبرپښتونخوا د لرغونو اثارو د ادارې مشر ډاکټر عبدالصمد وايي، ژوندي قامونه خپل کلتور، تهذيب او روايات ژوندي ساتي.

د ده په وينا په ګندهارا تهذيب کې د افغانستان نه تر ټېکسلا د مردان ضلعې تخت بای تحصيل ته مرکزي حېثيت ترلاسه دی او دلته موندل شوي اثار شاوخوا ۱۷۰۰ کاله پخواني دي، او د لرې لرې سيمو نه به خلک دلته د بد مت د زده کړو لپاره تخت بای ته راتلل او دا سيمه دومره شته منه ده چې په هر کلي کې د بد مت اثار موندل کېږي.

دوه ورځې وړاندې د مردان ضلعې په تخت بای سري بهلول سيمه کې د بودا مجسمې ته زيان رسوونکي څلور کسان پوليسو نيولي او دغه کسان بيا عدالت جېل ته لېږلي دي.

ډاکټر صمد وايي که ځايي خلک د خپل کلتور او تهذيب خيال ونه ساتي نو بيا به دا رنګ پېښې رامنځ ته کېږي او که حکومت ډېر ګامونه پورته کړي خو د ځايي خلکو د مرستې بغېر هېڅ نه شي کولی.

نوموړی وايي بايد د علاقې خلک په خپله هم د دې لرغونو اثارو خیال وساتي او سمبال يې کړي.

دا چې په خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول د مردان ضلع د لرغونو تاريخي اثارو نه څومره ډکه ده او دلته کوم تاريخي څيزونه مالوم شوي دي؟.

د لندن اکسفورډ پوهنتون په يوه څېړنه کې ويلي په درېمه او څلورمه پېړۍ کې د حساب يا رياضۍ د صفر هندسه د مردان بخشالي سيمه کې کارول شوې ده او په دغه سيمه کې اوس هم د سلګونو کالو زړې د بد مت نښې موجود دي.

د سوات سره تعلق لرونکی د لرغونو اثارو ساتونکی او کارپوه عثمان اولسيار وايي په سيمه کې د بنياد پرستۍ له امله زغم کم شوی او هم د دې له کبله دا رنګ پېښې مخې ته راځي، کومه چې په مردان کې مخې ته راغلې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل د نصاب په کتابونو کې نوي کُول ته تاريخ نه دی ښودل شوی او ورته د مذهب غلطه تشريح شوې ده.

د نوموړي په وينا تر څو د ميډيا له لارې اولس ته پوهاوې نه ورکړل شوي په نصاب کې د لرغونو اثارو سره د سم تاريخ ښودلو او د مذهب په اړوند د زغم نه وي ويل شوي نو دا رويې نه بدلېږي.

د لرغونو اثارو يو بل کار پوهه ميا وهاب شاه وايي دين اسلام د زغم او مساوات سبق ورکوي او چرې هم د نورو مذهبونو د مقدسو ځايونو يا مشرانو ته د زيان رسولو اجازه نه ورکوي.

په مردان ضلع کې د تخت بای لرغوني اثار د ملګرو ملتونو د ادارې يونيسکو له خوا تاريخي ورثه ګرځول شوې ده او د خېبرپښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د دې له لارې دوي هڅه کوي چې مذهبي سېلګرۍ ته وده ورکړي.

پوهان وايي په سيمه کې د لرغونو اثارو شتون نه يواځې د دې علاقې تاريخي اهميت سېوا کوي، بلکې دا لرغوني اثار مذهبي سېلګرۍ ته د ودې سره د ملک په اقتصادي ګټه هم تماميږي.