پاکستان: په مالي کال 2019م 20م کې د کارخانو پېداوار 10 فيصده کم شوی دی، رپوټ

د پاکستان د شمېرنې ادارې ويلي په مالي کال 2019م او 20م کې په 11 مياشتو کې د غټو کارخانو پېداوار د 10 فيصده نه زيات کم شوی دی.

د ادارې ترمخه يواځې په تېره مۍ کې د تېر کال په پرتله 24 اعشاريه اته فيصده پېداوار کم شوی دی او د کرونا وبا له امله هم په کارخانو منفي اغېزې شوي دي.

د دغه رپورټ ترمخه په معاينه شوؤ 15 کارخانو کې د 12 کارخانو پېداوار کم شوی او يواځې د درې کارخانو په پېداوار کې لږ زياتوالی ليدل کېږي.

د مردان د کاروباري مرکز مردان چېمبر اف کامرس پخوانی صدر ظاهر شاه وايي په کارخانو خرڅونه زيات شوي چې وجه يې تېر کال د سود په شرح کې زياتوالی، په کارخانو ټېکسونه، د توانايۍ نرخ زياتېدو او د روپۍ بيعه کمېدل دي.

نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل د کرونا او لاک ډاون په وجه دغه ستونزې لا زياتې شوې.

هغه په حکومت غږ وکړو که د ملک معاشي حالات ښه کول غواړي نو د کارخانو چلوونکو سره به ورته خبرې کول وي او هغوي ته به اسانتياوې ورکول وي.

معاشي پوهان وايي د کرونا له امله کارخانې بندې کړی شوې وې خو د دې نه وړاندې هم معاشي حالات ډېر سم نه وو.

خبريال لحاظ علي وايي د روپۍ د قدر د کمي له امله برامدات متاثره شوي دي او د ګاونډي هېواد افغانستان سره هم تجارت اغېزمن شوی دی.

هغه زياتوي چې کله ټېکسونه زيات شي نو کارخانې په منډهۍ کې مقابله نه شي کولی چې اثر يې په پېداوار او روزګار هم پرېوځي او که حکومت په دې لړ کې ګامونه پورته نه کړل نو دا به د ملک په اقتصاد نور منفي اغېز پرېباسي.

په تېر مالي کال کې د پاکستان پرمختيايي شرح منفي صفر اعشاريه درې اته فيصده رېکارډ کړی شوې ده خو نړيواله مالياتي اداره ائي اېم اېف په روان مالي کال 2020م 21م کې د اقتصادي پرمختيا هيله څرګندوي.
بل اړخ ته د پاکستان حکومت د کرونا وبا د اثر کمولو لپاره په مجموعي توګه 1200 اربه روپۍ اعلان کړي دي چې پکې د کارخانو او زراعت لپاره مرستې هم شاملې دي.

د پاکستان د مرکزي بېنک سټېټ بېنک اف پاکستان له خوا سوداګرو ته قرضونه د يو کال لپاره ځنډول شوي دي او د سود شرح هم شپږ اعشاريه 25 فيصده راکمه کړی شوې ده.