د پښتو نومیالی شاعر او لیکوال سلیمان لایق د 90 کالو په عمر مړ شو

واشنګټن ــــ د پښتو ژبې نومیالي انقلابي او مزاحمتي شاعر او سیاستوال سلیمان لایق نن د جمعې په ورځ د جولای په 31مه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د 90 کلونو په عمر په جرمني کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د سلیمان لایق مشر زوی غرزي لایق پر خپله فېسبوک پاڼه د هغه د مړینې خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې هغه په کابل کې په چاودنه کې د زخمونو له کبله نن ساه ورکړه.

سلیمان لایق د تېر 2019م کال د ستمبر پر 5مه نېټه د کابل په ششدرک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې زخمي شوی وو.

د لیکوال او څېړونکي لطیف بهاند د یوې مقالې له مخې د سلیمان لایق اصل نوم غلام مجدد وو او د 1930م کال د اکتوبر پر 12مه د افغانستان د پکتیکا ولایت د مرکزي ښار ښرنې په ایمني خېل کلي کې زېږېدلی وو.

د سلیمان لایق د پښتو او دري شعرونو او نثر کتابونه چاپ شوي دي چې په هغوی کې د ځینو نومونه په دې ډول دي:

چونغر (شعري ټولګه)، کیږدۍ (شعري ټولګه)، یادونه او درمندونه (شعري ټولګه)، قصې او افسانې (شعري ټولګه)، د اباسین سپېدې (قصې)، (شپېلۍ)، سپرغکې (د څلوریځو ټولګه)، سندرې په سویو واټونو کې (شعري ټولګه)، بادبان (دري شاعري)، سمت روشن جاده ها (دري شاعري) او نور آثار شامل دي.

سلیمان لایق له یوې مذهبي کورنۍ سره تړاو درلود او ده پخپله هم دیني زدکړې کړې وې. لومړۍ دیني زدکړې یې پخپل کلي کې پیل کړې وې او وروسته کابل ته تللی وو او د ژوند زیاته برخه یې هلته تېره کړې وه.

لیکوال او ژباړونکي لطیف بهاند پر سلیمان لایق یو کتاب لیکلی او د هغه د تعلیم په اړه یې پخپل کتاب کې یو ځای لیکلي چې سلیمان لايق په 1953م کال د شرعياتو په پوهنځي کې زدکړې پيل کړې او یو کال وروسته له دغه پوهنځي "د سياسي لمسونونو له امله" وويستل شو:

"د شرعياتو له پوهنځي نه تر وېستلو وروسته يې لومړى د کابل پوهنتون د طب د پوهنځي (پي سي بي) او وروسته د حقوقو پوهنځي ته سر ورښکاره کړ، خو ډېر ژر د سياسي لاملونو له کبله په هغو پوهنځيو کې له زده کړې نه بې برخې شو".

سلیمان لایق ډېره موده د افغانستان په سرکاري مطبوعاتو کې هم کار کړی چې په هغو کې د افغانستان سرکاري رېډیو، "انیس" او "ژوندون" مجلې هم شاملې دي خو بیا یې وروسته سرکاري نوکري پرېښوه او د "پرچم" په نامه شخصي مجله یې پیل کړه او له دې سره یې سیاست ته مخه کړه.

سلیمان لایق په افغانستان کې د خلق ډیموکرېټک ګوند د حکومت په مهال د رېډیو ټیلیویژن او سېنماټوګرافۍ د وزیر او د وزیرانو د شورا د سیکرټري په توګه هم ټاکل شوی او په 1981م کال کې څه موده د افغانستان د سرحدونو وزیر هم پاته شوی دی.

د سلیمان لایق مشر زوی غرزی لایق وایي د هغه د جنازې د مراسمو په اړه به وروسته اعلان کوي خو دا نه ده څرګنده چې هغه به په جرمني کې او که په افغانستان کې خاورو ته سپاري.

د سلیمان لایق ګڼ شمېر شعرونه د افغانستان مشهورو سندرغاړو لکه استاد ناشناس، عبدالله مقري، جاوید امرخېل او نورو ویلي دي چې ډېر مشهور شوي هم دي. د شعر څو نمونې یې په لاندې ډول دي:

بله وېره نشته د لایق د مرگ په پېښه کې
ډک جام به یتیم شي، لب‌شکرې به شي پاتې

که جوهر دشاعرۍ په ما کې نه واى
د ژوند لاره به مې څنگه پرې کوله
دا دغم په زهرو ډکه درنه پنډه
تر منزله به مې څنگه رسوله

زړه مې پرېښوده فرياد ته، بې فرياده زړه به څه کم؟
سرنوشت د عاشقانو، همدا سوې غلغلې دي

لرې شئ اى هيلو، له ما لرې شئ
وتښتۍ، پردۍ شئ، مرورې شئ
مه ژاړئ، زما په دردو مه ژاړ ئ
اې زما غريب سترگو، ډبرې شئ