څېړونکي: پاکستان د کشمیر په مسئله په نړۍ کې یواځې ښکاري

واشنګټن ــــ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د کشمير په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ای سي) د خاموشۍ وروسته ويلي، که چېرې ياد تنظيم د کشمير او فلسطين مسئلې نه شي راپورته کولای نو بيا يې د شته والي هيڅ حاجت نه پاتې کيږي.

د اګست په 6مه د پاکستان له يو شخصي ټيليويژن سره په مرکه کې ښاغلي قريشي وويل پاکستان د يو کال راهیسې د کشمير په مسئله د او ای سي د غونډې رابللو غوښتنه کوي خو وایي لا تر اوسه پرې غور نه دی شوی.

پاکستان غواړي د کشمير په شخړه د هند خلاف د سعودي عرب په مشرۍ د 57 اسلامي هېوادونو د تنظيم مرسته تر لاسه کړي خو تر اوسه د ترکي او ملېشيا نه پرته د کوم بل اهم ملک مرسته يې نه ده تر لاسه کړې چې څېړونکي يې د پاکستان د خارجه پاليسۍ ناکامي بولي.

په امريکا کې د څېړنيزې ادارې وو‌‌‌‌‌‌ډرو وېلسن څېړونکي مايکل کوګلمين وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل "پاکستان په نړيواله کچه د اعتبار د کمي سره مخ دی نو ځکه يې په دې مسئله ملاتړ تر لاسه نه کړ" او زياته يې کړه چې او ای سي هم په دې غلی دی او د کشمير په اړه د امريکا په دريځ کې هم څه بدلون نه دی راغلی.

شاه محمود قريشي ويلي که سعودي عرب ملاتړ کوي او که نه خو وخت راغلی چې پاکستان د کشمير په مسئله مخکې تګ وکړي او زياته يې کړه که او ای سي غونډه نه راغواړي پاکستان به ګوري چې د ياد تنظيم غړی پاتې شي او که نه.

د کشمير په سر د پاکستان د ناکامه پاليسۍ په اړه د عبدلولي خان پوهنتون مردان د نړيوالو تعلقاتو د څانګې مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالشکور ‌‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل "په اسلامي نړۍ کې د کشمير په مسئله د پاکستان اوس هغه تاريخي مقام نه دی پاتې بلکې غټه خبره دا ده چې په دې مسئله نن پاکستان په اسلامي نړۍ کې خپل هغه ځای بايللی دی".

د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د کشمير په اړه د بحث په حقله ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالشکور وايي دا هم څه دومره غټه خبره نه ده که په سيکيورټي کونسل کې د کشمير په مسله خبرې وشوې ځکه چې وایي کشمير خو د مخکې نه د ملګرو ملتونو په يو شمېر قراردادونو کې شته.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا دا پرېکړه چې کشمير د پاکستان او هندوستان سيميیزه شخړه ده بايد د خپلمنځي خبرو اترو د لارې حل شي، هند خپله لويه لاس ته راوړنه او د پاکستان د خارجه پاليسۍ ناکامي بولي.

خو بل خوا پاکستان دا د کاميابې سفارتکارۍ نتيجه بولي چې په دومره لږ وخت کې يې غوښتنه ومنل شوه او د کشمير مسئله بيا په نړيوال فورم کې وځلېده.

د او ای سي نه د مايوسۍ په ترڅ کې شاه محمود قريشي وايي د وزير اعظم عمران خان سره به صلاح کوي چې په دې مسئله د اسلامي هېوادونو غونډه په پاکستان کې راوغواړي، خو دې تنظیم تر اوسه د پاکستان د تازه دریځ په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان په 2018م کال کې د دا رنګ يوې غونډې ته- چې د ملېشيا حکومت د "کوالالمپور سميټ" [د مشرانو غونډه] په نوم رابللې وه- د تلو نه انکار کړی وو چې څېړونکي وايي دغه فيصله يې د سعودي عرب په وينا کړې وه ځکه چې سعودي عرب دغه قسم غونډې د او ای سي متبادل ګڼي.

د ملېشيا غونډې ته تر نه تلو وروسته سعودي عرب پاکستان ته شپږ اربه ‌‌‌‌‌‌ډالره مرسته ورکړې وه چې درې اربه ‌‌‌‌‌‌ډالره پکې نغد امداد وو.