د پاکستان پوځ ويلي د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ګېټس فاؤنډېشن د مشر بل ګېټس سره د کرونا وبا پرضد مبارزې او په ملک کې د پوليو ضد کمپاين بيا پېلولو په سر خبرې کړي دي.
پوځ ويلي بل ګېټس د پاکستان د پوځ ستاينه کړې چې د پوليو ضد کمپاين ملاتړ يې کړی او يقينې کړې يې ده چې د پوليو ضد څاڅکي پوره پوره ورسي.
ويل شوي دواړو مشرانو د کرونا وبا په مهال د پوليو ضد کمپاين په اغېزمنه ډول کولو په هڅو اړتيا هم خبرې کړی دي.
د پاکستان پوځ ويلي بل ګېټس خپله هغه ژمنه بیا تکرار کړې چې په نړۍ کې د وبا پرضد مبارزې ترڅنګ به د پوليو د خاتمې د هدف ترلاسه کولو او ماشومانو د صحت ښه کولو دپاره د پاکستان مرستې دوامداره ساتي.
...executed through the mechanism of #NCOC which allowed optimisation of resources. Mr Gates reiterated The @gatesfoundation ongoing commitment ‘to fight pandemics’ around the world & to support #Pakistan in its goals of ending polio and improving health for every child. (4/4)
— DG ISPR (@OfficialDGISPR) August 15, 2020
بل ګېټس او جنرل باجوه په پاکستان کې د پوليو ضد د کمپاين په اړه خبرې اترې په داسې وخت کې کړي چې په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان دی خو سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو 64 پېښې هم مخې ته راغلي دي.
روان کال د پوليو مخې ته راغلو پېښو کې 22 په خېبرپښتونخوا او 21 په سيند صوبه کې رپوټ شوي دي.
د خېبرپښتونخوا لکي مروت هغه ضلع ده چرته چې يواځې 12 پېښې مخې ته راغلي دي تېر کال په دې ضلع کې پولیو وايرس 32 تنه وهلي وو.
په پاکستان کې تېر کال د پولیو 147 پېښې مخې ته راغلې وې.
چارواکي وايي د کرونا وبا له امله په ملک کې د پوليو ضد کمپاينې ځنډېدلې خو اوس دوی هڅه کوي چې نور د پوليو ضد ټاکلې کمپاينې په وخت ترسره شي.