که د اماراتو نه وروسته سعودي عرب هم اسرایل تسلیم کړي آیا پاکستان به یې ومني؟

واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي تر څو اسرایل د فلسطین د خپلواک ریاست حق تسلیم نه کړي اسرایل د ریاست په توګه نه شي منلای. وزیراعظم عمران خان ویلي که پاکستان د فلسطین په مسله د خپل دریځ نه واوړي نو بیا به د کشمیر په مسله هم د خپلو غوښتنو نه په شا کېږي.

د نهې - سه شنبې په ورځ د اردو ژبې یو ټي وي چېنل دنیا نیوز ته د یوې مرکې په وخت عمران خان ویلي: "د اسریل منلو په اړه زموږ دریځ ډېر ښکاره دی هغه دا چې بل کوم هېواد که د اسرایل پحقله هر څه دریځ لري خو مونږ په دې موضوع په خپل زاړه دریځ کلک ولاړ یو".

د پاکستان د کوم لوړرتبه ذمه وار دا حکومتي دریځ وروسته له هغې مخې ته راغلی چې د عرب نړۍ په هېوادونو کې د اسرایل په اړه سوچ کې ډېر په تېزۍ سره بدلون روان دی.

د وزیراعظم عمران خان د بیان په اړه د پاکستان یو پخواني سفیر او خارجه سکرټري شمشاد احمد خان وي او اې اردو څانګې ته ویلي چې د کورنیو چېلنجونو له وجې که څه هم "عمران څه بدله خبره نه ده کړی خو خارجه پالیسي د کاڼي کرښه نه وي".

شمشاد احمد خان زیاتوي چې ده پخواني پوځي جرنېل پروېز مشرف ته په یروشلم کې د تجارتي دفتر پرانیستلو سپارښتنه کړی وه خو وایي‌ کله چې پخوانی فلسطیني مشر یاسر عرفات خبر شو هغه په ژړا سر شو.

د پاکستان یو بل دفاعي څېړونکی اعجاز اعوان وايي، په پاکستان کې د اسرایل سره د تعلقاتو موضوع ډېر حساسیت لري او یوه سیاسي ډله به هم نه غواړي چې د اسرایل مرسته وکړي او ځان له سیاسي خطر سره مخ کړي.


د متحده عرب اماراتو له خوا د اسرایل سره د اړیکو د سمېدو نه وروسته د امریکا د صدر سلاکار په سعودي عرب هم زور کړی چې د اسرایل سره دې خپلې اړیکې سمې کړي.


د تېر ګل- دوشنبې په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ زوم او د وایټ هاوس لپاره دده سلاکار جېريډ کشنر د ټیليفون د لارې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې دا به د سعودي عرب په ګټه وي که د اماراتو په شان د اسرایل سره خپلې اړیکې سمې کړي.

پاکستان د مسلمانې نړۍ غېرعرب هېواد دی چې په تاریخي توګه د فلسطین د خپلواکۍ په کلکه مرسته کوي.

په پاکستان کې څېړونکي وايي، که په عرب نړۍ کې د اسرایل په اړه سوچ بدلېږي او پاکستان خپل دریځ بدل نه کړي دا په راتلونکي کې د پاکستان لپاره چېلنجونه زیاتولای شي، خو څېړونکي ګڼي چې پاکستان د دې اثر نه بېل هم نه شي پاتې کېدای.

د خېبر پښتونخوا د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو چارو د څانګې مشر او پروفېسر عبدالشکور په دې موضوع خپل نظر څه داسې څرګندوي، "که د اسرایل په اړه د عمران خان خبره څه هم د پاکستان د خارجه پالېسۍ برخه ده خو بیا هم وزیراعظم ته دومره ښکاره بیان نه وو ورکول پکار".


د پروفېسر عبدالشکور په نظر د اسرایل په اړه چې دا وخت په عرب نړۍ کې څنګه فکري بدلون روان دی پاکستان به په مستقبل کې د عمران خان په دریځ ولاړ پاتې نه شي، وایي وزیراعظم باید سفارتي ژبه خپله کړې وای.

پاکستان په تاریخي توګه همېشه د فلسطین د خپلواکۍ د هڅو مرسته کړې ده، هم دغه وجه ده چې پاکستان په خپل پاسپورټ کې په اردو او انګرېزي ژبو ښکاره لیکلي چې دا پاسپورټ د اسرایل نه علاوه بل د هر ملک د پاره کارول کېدای شي.

پاکستان دا وخت په کور دننه د معاشي چېلنجونو، په سختو شرطونو د اخیستل شوو بېروني قرضونو ورکولو او ترهګرو ته د مالي سرچینو ختمولو په اړه د نړیوالو غوښتنو او د کشمیر په مسله د ګاونډي هندوستان سره د سختو سفارتي چېلنجونو سره مخ دی.

د نړیوالو چارو څېړونکي وايي، په تېلو سنبال د عربو خلیجي هېوادونه د پاکستان سره که څه هم د اسلامي ورورولۍ په تړاو او د دفاع په لړ کې د سعودي عرب سره تاریخي اړیکې لري خو بل خوا د لوی اقتصادي مارکیټ لرلو له امله عرب هېوادونه دا هم نه غواړي چې د کشمیر په مسله د پاکستان د پاره له هند سره خپلې اړیکې ماتې کړي.

که د متحده عرب اماراتو نه وروسته د سعودي عرب په شمول نور عرب هېوادونه هم له اسرایل سره سفارتي اړیکې سموي او پاکستان په خپل دریځ ولاړ پاتې شي نو دا په نړۍ او هېواد دننه په راتلونکي کې د پاکستان لپاره څه چېلنجونه جوړولی شي؟ څېړونکی عبدالشکور وایي:

"یو چېلنج خو به دا وي چې که پاکستان د اسرایل په اړه له خپل زاړه دریځ سره تګ کوي نو بیا به د امریکا نه تر سعودي پورې د غربي او عرب ملکونو له خوا د فشار سره مخ کېږي، په بل صورت کې که د پاکستان بیا د اسرایل سره د اړیکو سمېدو لوري ته ځي نو حکومت په هېواد دننه د سخت ولسي غبرګون سره مخ کېدی شي، ځکه په پاکستان کې د فلسطین او کشمیر په مسله یوه خاص بیانیه جوړه کړل شوې او د دې په ضد به تګ یو غټ چېلنج وي".

خو پروفېسرعبداشکور وايي د ده په نظر که د فلسطین سره نزدې عرب هېوادونه څوک چې د فلسطین ستونزه خپله بنیادي مسله بولي او ورسره علاقايي مفادات لري، په دې اړه خپل زوړ دریځ بدلوي نو بیا پاکستان ته هم پکاردي په دې نوې ډله بندۍ کې دومره سخت دریځ خپل نه کړي.

په پاکستان کې که هر څومره سیاسي مشرانو همېشه د فلسطین د خپلواکۍ په مسله خپلې کلکې ژمنې ښودلې دي خو په 1970م کال کې بیا د پاکستان پوځ د فلسطینیانو په وژنه تورن ګڼلی کېږي. فلسطیني مشران تور لګوي د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرل ضیا الحق چې کله د پوځ برېګېډیر وو د اردن او عراقي پوځونو سره یې په شریک اپرېشن کې د لسو نه تر 25000 پورې فلسطنییان وژلي وو. د فلسطنیانو په ضد دغه ګډ پوځي عملیات د بلیک سپټمبر یا د تور ستمبر په نوم یادېږي.