د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي، د بېن الافغاني مذاکراتو د پېل لپاره د ځنډ هېڅ پلمه نه ده پاتې.
خلیلزاد د قاصد مرکز پر مشرعبدالباقي امین وروستی برید غندلی او وایي اوس ددې وخت دی، چې ټول لوري تاوتریخوالی کم او زر تر زره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
نوموړی وایي، د عبدالباقي امین قاتلین هڅه کوي، په دغه راز کړنو سره د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
خلیلزاد زیاته کړې، تر ټولو غوره لار دا ده چې د جګړې شدت راکم او بین الافغاني مذاکرات زر تر زره پېل شي.
2/2 We condemn this terrorist act and offer our condolences to his family, friends and the Afghan people who yearn for peace. The right tribute to Dr Amin is for all sides to reduce violence and immediately start intra-Afghan negotiations. There is no legitimate reason for delay.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 21, 2020
مرحوم عبدالباقي امین په کابل کې د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس وو، چې وړمه ورځ په کابل کې کور ته نزدې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د بېن الافغاني خبرو په وړاندې لوی خڼډ د طالب بندیان خوشي کېدل یادیږي ، خو افغان حکومت په دې وروستیو خبرداری ورکړی ، چې افغان حکومت ځکه د طالب بندیانو د خوشي کېدو پروسه درولي ، چې د افغان حکومت ځینې کمانډو او پیلوټان چې له طالبانو سره بندیان دي تر اوسه طالبانو نه دي خوشي کړي .
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل افغان پوځیانو د پوځي تطبیقات پر مهال په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی ځکه د طالب بندیانو د خلاصون پروسه درولې، چې طالبانو د افغان حکومت ځینې مهم بندیوان، چې د کمانډو سرتېري او پیلوټان دي ، نه دي خوشي کړي.
ښاغلي محب ویلي "زه غواړم چې د افغانستان خلک په دې پوه شي ،چې زمونږ کماڼدویان چې له طالبانو سره دي ، طالبانو نه دي خوشي کړي، مونږ په تمه یو چې زمونږ بندیان خوشي شي او مونږ هم د دوی وروستي بندیان هم خوشي کړو".
د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد هم د افغان پوځیانو د نظامي تطبیقاتو پر مهال رسنیو ته ویلي ، چې د طالبانو ځینې بندیوان بېرته د جنګ لیکو ته ستانه شوي ، چې ځینې یې د جنګ په ډګر کې مړه شوي هم دي .
ښاغلي خالد وویل "په دې هم پوهېدلي یو ، چې ځینې خوشي شوي زندانیان بېرته د جنګ لیکو ته تللي ، حتی د جنګ پرمهال وژل شوي دي".
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د بېن الافغاني مذاکراتو نېټه نه ده معلومه شوې، او لامل یې هم ظاهراً د څلور سوه هغو لانجمنو طالب بندیانو مسئله ده چې د افغان حکومت په خبره د درنو جرمونو دوسیې لري، خو د دوی د خلاصون په اړه د ولسمشر د فرمان له مخې له ډلې یې تر دې دمه یوازې ۸۰ کسان ازاد شوي دي.
طالبانو وړاندې رسنیو ته ویلي چې د دوی له لوري د دغو مذاکراتو لپاره اجنډا بشپړه شوې او تر هغه به د مذاکراتو مېزلاړ نه شي تر کومه چې په خبره دا ټول څلور سوه بندیان یې افغان حکومت ازاد کړي نه وي.
خو افغان حکومت ادعا کوي ، چې د طالبانو د افغان حکومت کم شمېر مهم بندیان چې پیلوټان او کماڼدویان دي ، نه دي خوشي کړي.