کوهاټ کې د تېلو او ګېسو نوې ذخيري موندل شوې خو ځايي خلک ترې بې برخې دي

واشنګټن ـــ د پاکستان د تېلو او ګېس پرمختيايي اداره او جي ډي سي اېل وايي په کوهاټ ډوېژن کې د تېلو او ګېس نورې ذخيرې موندل شوې دي او په توغ سيمه کې کنستل شوی کوهی به د ورځې په حساب نهه مليونه مکعب فټ ګېس او ۱۲۵ بېرله خام تېل پېدا کوي.

د ادارې په وينا په تېرو دوه مياشتو کې دا دوېم ځل دی چې د تېلو او ګېس ذخيرې ښکاره کېږي.

د خېبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار ضياالله بنګښ وايي په کوهاټ کې موندل شوو د تېلو او ګېس د نوو ذخيرو سره به د صوبې په امدن کې نور زياتوالی راشي کوم چې به نه يواځې د صوبې ضرورتونه پوره کړي بلکې د پاکستان د زرمبادله په ذخيره کې به هم نور زياتوالی راولي.

د نوموړي په وينا له وړاندې د کوهاټ ډوېژن د ګېسو او تېلو ۴۰ اربه روپۍ صوبې ته ورکول کېږي او د دې سره به دغه پېسې نورې زياتې شي.

بل خوا ځايي خلک د مرکزي او صوبايي حکومت نه ګيله کوي چې د هغوي په وسايل دوي ته واک نه ورکول کېږي.

په کوهاټ کې د سياسي جرګې مشر ميا نثارګل وايي حکومت د حقونو ورکولو ژمنه کړې خو وایي هېڅ نتيجه يې مخې ته نه ده راغلې. هغه وایي ګېس دلته پېدا کېږي او ځايي خلک ترې بې برخې دي.

ښاغلی نثار ګل وایي‌ د درې کالو راهسې د ګېس کمپنيو له خوا زده کوونکو ته مرستې ورکول هم بند دي.نوموړی زياتوي چې د ځمکې کنستلو له امله ځايي اوسېدونکو ته د اوبو ستونزه هم رامخې ته ده.

دا وخت په پاکستان کې ۸۵۰۰۰ بېرله تېل پېدا کېږي چې پکې يواځې کرک ضلع ۵۰۰۰۰ بېرله ورکوي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا د دې دومره لوی پېداوار باوجود هم دلته سړکونه خراب دي، اوبه نشته، سکولونه نه جوړول کېږي او په تېرو ۱۶ کالو کې دې سيمې ته هېڅ پام نه دی شوی.

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي پاکستان هر کال د بهر نه د ۱۰ نه ۱۳ اربه ډالره پورې تېل اخلي او پوهان وايي دې نوو ذخيرو سره به په ملکي زرمبادله ذخيره مثبت اغېز پرېوځي.