د فېمینسټې شاعرې فهمیده ریاض لور هم د مور لپاره د پاکستان صدارتي ایوارډ رد کړ

Fehmida Riaz

واشنګټن ــــ د پاکستان حکومت د اردو ژبې مشهورې شاعرې او د ښځو د حقونو مبارزې فهمیده ریاض لپاره د اګست پر 14مه د صدارتي ایوارډ اعلان کړی وو، خو د هغې لور د دې ایوارډ له اخیستلو انکار کړی دی.

د فهمیده ریاض لور ویرتا علي اجن د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپل فېسبوک په یو پوسټ کې ویلي، د پاکستاني صدر د ایوارډ ورکولو څانګه ورسره د جایزو وېشلو د غونډې په اړه ورسره تماس نیسي:

"د هغې [زما د مور] د کار په بدل کې دا ایوارډ زه په دې وخت کې څنګه اخیستلای شم؟ دا به د هغې د هغه ټول ژوند د مبارزې سپکاوی وي چې د انصاف او برابرۍ لپاره یې کړې ده".

فهمیده ریاض د 1946م کال د جولای پر 28مه د هند په مېرټ سیمه کې زېږېدلې وه او دوه کاله وړاندې د 2018م کال د نومبر پر 21مه یې د 72 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د فهمیده ریاض لور ویرتا علي اجن لیکلي، د خپلې مور لپاره له صدارتي ایوارډه انکار کوي او وایي که یې نن مور ژوندۍ وای هغې به هم دا ایوارډ نه وای اخیستی:

"لیکوال او جرنلسټان تښتول کېږي، اذیت ورکول کېږي حتی وژل کېږي. ځوروونکو ته ایوارډ ورکول کېږي، کراچۍ په ګنده اوبو کې ورستېدو ته پرېښوول شوه، نو، نه ډېره مننه".

فهمیده ریاض له سیند پوهنتونه ماسټري کړې وه او لومړی ځل یې له رېډیو پاکستان سره کار پیل کړی وو او څه موده د پاکستان د نېشنل بک فاونډېشن مشره هم پاته شوې وه. له اردو بي بي سره یې هم کار کړی وو.

فهمیده ریاض د شاعرې تر څنګ د ښځو د حقونو فعاله مبارزه هم وه، چې په پاکستان کې یې پخواني پوځي واکمن جنرل یحی خان د واکمنۍ په مهال د زده کوونکو پر سیاست د بندیزونو په خله اواز اوچت کړی او لیک یې کړی دی.

د جنرل ضاوالحق د واکمنۍ پر مهال فهمیده ریاض او د دې خاوند ظفر علي اجان د خپلو سیاسي نظریاتو له کبله له ستونځو سره مخ وو او په دې مهال هغه د هغې په ضد لس مقدمې درج شوې وې او زندان ته اچول شوي وو، چې په ضمانت تر خوشي کېدو وروسته یې څه موده په هند کې د جلاوطنۍ ژوند تېر کړی وو.

فهمیده ریاض د اردو په اوسنیو شاعرانو کې د خپل شعري رنګ له کبله یوه ځانګړې شاعره بلل کېده، چې ټول یې شاوخوا پینځلس کتابونه چاپ دي. د ځینو کتابونو نومونه یې په دې ډول دي: "پتهر کی زبان"، "خطِ مرموز"، "کیا تم پورا چاند نه دیکهو گے"، "بدن دریده"، "کهلے دریچے سے"، "ادهورا آدمی" او "حلقه میری زنجیر کا".

د فهمیده ریاض په ګډون یو بل سیندی لیکوال تاج جویو هم د پاکستان د صدارتي ایوارډ لپاره نومول شوی وو، خو هغه هم د اګست په نیمایي کې له دې ایوارډ اخیستلو انکار کړی وو. هغه مهال د ده زوی سارنګ جویو تښتول شوی وو. ده ویلي وو چې بې د ده له زویه د سیند له نورو خلکو سره هم په دې ورځو کې ښه نه کېږي نو هغه څنګه دا ایوارډ اخیستلای شي.