که پاکستان کې بنګ قانوني کیږي نو ګټې به یې څه وي،اؤ دبنګو د کر غوره سیمې کومې دي؟

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوژۍ مرکزي وزیر فواد حسین چودهري ویلي وفاقي کابینې د بنګو په صنعتي کچ د کروندې اجازه ورکړې او دا به داروګانو کې د کارولو او جامو یا کپړو صنعت کې لویه مرسته وکړي.

خو څېړونکي بیا وایي چې دبنګو دپیدا وار دپاره دخیبر پښتونخوا سیمه زیاته غوره ده اؤ که چرې دلته دبنګو دپیداوار دپاره قانون سازي وشي نو ځائي کرونده ګرو ته به ترې هم زیاته ګټه ورسیږي

وفاقي وزیر طمع څرګنده کړې چې ددې په برکت به پاکستان راروانو دریو کلونو کې ددې جوګه شي چې یو ارب ډالره د ملک خزانې ته ګټه ورکړي

فواد چودهري د بنګو د کروندې لپاره د پنجاب چکوال او جهلم او د پښتونخوا پیښور غوره سیمې یادې کړي دي.

د بنګو د ځانګړنې په حقله د پیښور د زرعي پوهنتون پخواني پروفیسر او د بنګو د بوټي څیړونکي ډاکټر بشیر احمد وایس آف امریکا ډیوه سره د خبرو په مهال ویل بنګ نه یوازې داروګانو کې بلکې د جامو او لرګي صنعت کې هم مهم کردار لوبولی شي.

هغه وایي "په دنیا کې تر ټولو زیات مضبوط فایبر بنګو کې دی. زمونږ کارخانې چې سفیدار او نورې ونې څنګه تباه کوي، که دوئ له مونږ دلته بنګ وکرل نو دې کې دومره زبردست فایبر دی چې ډیر ښه فلایي( مصنوعي لرګی) ترې جوړیدی شي. نو پکار ده چې مونږ دغه کمپنیانو سره خبره وکړو چې زمونږ نه بنګ واخلي او مونږ خپل لرګی وژغورو"

ډاکټر بشیر احمد وایي که په بنګو باقاعده څیړنې وشوې او قانون سازي وشوه او د یو نظام لاندې ددې کرونده شروع شوه نو دا به ځایي کرونده ګرو ته هم لویه ګټه ورکړي.

بل پلو ته د پیښور پوهنتون د فارمیسي څانګې یو استاد پروفیسر محمد اسماعیل وایي شپږ اته کاله وړاندې په دې بوټي زمونږ یو شاګرد د ایم فل ډګري تر لاسه کړې ده او وایي بنګو کې هاغه اجزا دي چې دړدونو کمولو کې مرسته کوي.

دهغه په وینا "د سرطان اخیري مرحلو کې چې بنګو نه جوړ شوي داروګان څنګه دړدونه کموي بل هیڅ کوم دارو داسې نشي کولی. د بنګو نه جوړ داروګان د ایچ آیي وي ایډز مرض کې هم استعمالیږي"

خو هم د درملو دڅانګې یو بل پروفیسر ډاکټر محمد سعید وایي په بنګو چې دوئ کومې څیړنې کړې دي نو ددې د کښت لپاره د پنجاب نه بلکې د پښتونخوا زمکه عوره ده.

هغه وایي پاکستان کې په خصوصي توګه د قبایلي سیمو موسم په قدرتي توګه دومره موافق دی چې دغلته ددې داسې قسمونه موندل شوي دي چې اجزا پکې ډیر زیات دي.

دغه شان ډاکټر بشیر احمد هم په دې نظر دی چې د باجوړ نه واخله تر وزیرستان پورې ټوله علاقه د بنګو د کروندې لپاره سودمنه ده.

خو وایي عام کرونده ګر ته به یې هاغه وخت ګټه رسي چې د کوکنارو او تماکو غوندې واک یې مرکزي نه بلکې صوبایي حکومت سره وي.