پاکستان: د کرونا وبا څخه تړل شوې تعليمې ادارې سبا په 15 ستمبر پرانستل کيږي، خو تياريانې څومره دي؟

په داسې کې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ په سکولونو کې د لکونو په شمېره کې ماشومانو ته هرکلی کوي خو په سرکاري يا دولتي سکولونو کې د کرونا څخه د ماشومانو بچ ساتلو په لړ کې د اسانتياؤ د نشتوالي ويل کيږي.

په خېبرپښتونخوا کې د شخصي او سرکاري سکولونو د استازانواتحاديې وايي سکولونه پرانيزي، خو د شخصي سکولونو چارواکي وايي دوی ټولې تيارۍ نيولي او د سرکاري سکولونو استازان وايي دوی نه شي کولی چې د کرونا څخه بچ کېدو دپاره جوړه حکومتي قاعده عملي کړي..

د خېبرپښتونخوا د شخصي سکولونو د اتحاديې جنرل سيکرټري تاج ملوک خان وايي دوی هر ډول تيارۍ نيولي، دوی د ګڼې نه جوړېدو په غرض زده کوونکي په ډلو کې وېشلي اوپه اوونۍ کې به نيم زده کوونکي درځې سکولونو ته ځي، او دغه ډول نيم زده کوونکي به بيا په نورو درېو ورځو کلاسونه اخلي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل ماشومانو او ميندو پلارانو ته د کرونا څخه بچ کېدو د احتياطي ګامونو او کلاسونو په اړه ويل شوي چې زده کوونکي ماسکونه اچوي، سېنېټايزر کاروي او نورې قاعدې عملي کړي او په سکولونو کې هم دغه انتظامات شوي دي.

حکومت سبا د 15م ستمبر نه د نهم او لسم ټولګي، او کالجونو پوهنتونو د پرانستلو ويلي دي، د حکومتي اعلان ترمخه په دوېم پړاؤ کې به په 23ستمبر د شپږم ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې کلاسونه پېل کولی شي او د 30 ستمبر نه به د ابتدايي زده کړو يا ادنی څخه د پينځم ټولګي پرائيمري سکولونه پرانستلی شي.

خو د خېبرپښتونخوا د سرکاري استازانو د اتحاديې مشر سراج خان وايي په سرکاري سکولونو کې د دوی دپاره دا ممکنه نه ده چې حکومت د کرونا څخه بچ کېدو دپاره کومه قاعده جوړه کړې هغه دوی په عمل کې راولي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل اول خو د دوی سره په يو يو کلاس کې د 100 نه زيات ماشومان وي دوی به هغه څنګه سمبالوي، دويم دا چې د دوی سره هیڅ داسې اسانتيا نشته چې د زده کوونکو تبه وکتل شي، ماسکونه او سېنېټايزر او نور احتياطي ګامونه په سرکاري تعلیمي ادارو کې عملي کول ګران دي.

په سرکاري سکولونو کې د کرونا څخه د زده کوونکو د بچ ساتلو د اسانتياؤ په اړه وي اوای ډيوه د تعليم په برخه کې د وزیراعلی د تعليم د مشاور او ايليمنټري اېنډ سيکنډري اېجوکېشن د چارواکو سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو د اړونده چاوراکو لخوا ورته ځواب نه دی ويل شوی.

وزيراعظم عمران خان ويلي دا به يقيني کول وي چې هر بچی د زده کړو دپاره په حفاظت سکول ته لاړ شي او دا د ټولو زمه واري ده.

هغه ويلي په سکولونو کې د کرونا په اړه د صحت د قاعدو خاص تابيا شوې ده.

د خېبرپښتونخوا په ډېرو علاقو کې په سرکاري سکولونو کې استازان بيا د بنيادي اسانتياؤ د نشتوالي ګيله کوي چې په سکولونو کې د څښلو اوبه، چاپېره ديوال او لېټرين يا تشناب په څېر اسانتياوې نشته.

خو د خېبرپښتونخوا د حکومتي شمېرو ترمخه د صوبې د 76 فيصده څخه په زياتو سکولونو کې بنيادي اسانتياوې برابر کړی شوي او د پاتې 24 فيصده د اسانتياؤ برابرولو دپاره کارونه کيږي.

په پاکستان کې د کرونا وبا له امله ټولې تعليمي ادارې د مارچ په مياشت کې تړل شوې وې.

په ملک کې تعليمي ادارې په داسې وخت کې پرانستل کيږي چې په تېر شوارو کې د سرکاري شمېرو ترمخه په 539 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او څلور ترې مړه شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څخه 6383 کسان مړه شوي او په درې لکه دوه سوه کسانوکې دا وايرس مالوم شوي چې پکې ويل شوي دوه لکه 89 زره او اته سوه نه زيات ښه شوي دي.